د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ تر ټولو نوی هېواد: جنوبي سوډان


جوبا: د جنوبي سوډان بیرغ. دا هېواد د ۲۰۱۱ز کال د جولای په اتمه ازادي واخیسته.
جوبا: د جنوبي سوډان بیرغ. دا هېواد د ۲۰۱۱ز کال د جولای په اتمه ازادي واخیسته.
رپورټ: پامیر ساحل، مشال راډیو

جنوبي سوډان د نړۍ تر ټولو نوی هېواد جوړ شوی دی.

د برېتانیې ټیليګراف ورځپاڼه لیکي له سهاره د جنوبي سوډان په پلازمېنې جوبا کې خلک د خپلواکۍ لمانځلو لپاره راغونډ شوي ول.

جنوبي سوډان د ځمکې پر سر تر ټولو نوي مګر ډېر زیات وروسته پاتې، جګړه ځپلي او غریب هېواد په توګه مخې ته راغلی دی.

جنوبي سوډان د تېلو لویې ذخیرې لري خو هغه لا نه دي کارول شوې.

د جنوبي سوډان د خلکو د ازادۍ د غورځنګ عمومي سېکرتر پګن اموم وايي: ((د جنوبي سوډان بیرغ یې پورته کړی چې د نړۍ په هېوادونو کې یې ورګډ کړي.))

جوبا: د جنوبي سوډان په پلازمېنه جوبا کې یوه ښځه د لمانځغونډې پر مهال دودیزه افریقايي نڅا کوي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای اتمه

یوې ۲۸ کالنې ښځې میري اجا ټیلي ګراف ورځپاڼې ته ویلي بېګا ټوله شپه نه ده ویده شوې.

نوموړې وايي بېګا یې نڅا کوله، سندرې یې ویلې او د خپلې خپلواکۍ لپاره یې د خدای ستاینې کولې.

بي بي سي لیکي د جنوبي سوډان په پلازمېنې جوبا کې لمانځغونډې روانې دي او د سوډان ولسمشر عمر البشیر او د ملګرو ملتونو عمومي سېکرتر بان کي مون هم په کې برخه اخیستې ده.

سوډان تر دې مخکې لومړۍ هېواد شو چې خپل ګاونډي جنوبي سوډان یې رسماً وپېژنده.

د جنوبي سوډان خپلواکي له شمالي هغه سره د لسیزو تر شخړې وروسته ممکنه شوې ده چې له کبله یې ۱۵ لکه خلک ووژل شول.

په ۲۰۰۵ز کال کې د سولې د تړون ترمخې سږکال د جنورۍ له نهمې تر ۱۵مې ټولپوښتنه یا نظر پوښتنه وشوه، چې تر مخې یې د بي بي سي په خبره: (( ۹۸،۸۳ فیصده جنوبي سوډانیانو د خپل خپلواکه هېواد په حق کې رایه ورکړه.))

بېګا د شپې په دولس بجې د خپلواکي خوشالۍ لمانځل پیل شول او بیا په ټیلي وېژن نوی ملي سرود یا قامي ترانه وغږول شوه.

جنوبي سوډان د نړۍ ۱۹۳ هېواد جوړ شو چې ملګرو ملتونو رسماً پېژندلی دی او په افریقا کې د ملګرو ملتونو ۵۴ غړی شو.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي جنوبي سوډان د افریقا د پرمختلونکیو هېوادونو په آخر کې دی او دلته زیاتره خلک له یوه امریکايي ډالره کمې پیسې ګټي.

د نړیوال بانک له معیار سره سم: ((په نړۍ کې د غربت کرښه، د ورځې په سر، د یو امریکايي ډالر له ګټې سره سمه ده؛ هر کس چې په ورځ کې، له یو ډالره کمې پیسې ګټي نو د غربت تر کرښې ښکته دی.)) مانا دا چې په جنوبي سوډان کې زیاتره خلک زښت غریبان دي.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، په جنوبي سوډان کې ۱۰ فیصده ماشومان د پینځو کالونو عمر ته نه رسېږي او تر هغې مخکې مري.

ورځپاڼه زیاتوي: ((په دې هېواد کې ۷۵ فیصده بالغان لیک لوست نشي کولای.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG