د لاسرسي ځای

کاناډايي سرتېري له افغانستانه لاړل


کندهار: کاناډايي سرتېرو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته رسولی دی. د ۲۰۱۱ز کال د جولای اوومه

کندهار: کاناډايي سرتېرو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته رسولی دی. د ۲۰۱۱ز کال د جولای اوومه

رپورټ: سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار
- په افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو پوځي ماموريت په رسمي توګه پاى ته رسېدلی دی.

د کندهار په هوايي ډګر کې له کاناډايي سرتېرو سره د خداى په امانۍ په موخه يوه غونډه هم شوې ده چې پکې پر کاناډايي سرتېرو سربېره، د افغان دولت چارواکيو او امريکايي سرتېرو هم برخه درلوده.

په غونډه کې د کاناډايي ځواکونو قومندان جنرال ډي جي ميلنر او په جنوبي حوزه کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال جې ايل ټېري هم برخه اخيستې ده.

دا غونډه د جولای په اوومه نېټه شوې ده.

د غونډې برخوالو ته د کاناډايي ځواکونو قومندان جنرال ډي جي ميلنر د خپلو خبرو پر مهال وويل چې په رسمي توګه په افغانستان کې د کاناډايي سرتېرو پوځي ماموريت پاى ته رسېږي خو له افغان دولت سره به د کاناډآ هېواد مرستې دوام ولري: (( موږ نن په کندهار کې د کاناډايانو د پوځي ماموريت د پاى ته رسېدو په غونډه کې برخه اخلو . نن په کندهار کې د کاناډايي ځواکونو شپږ کالن ماموريت رسماً پاى ته رسېږي . په کندهار کې د کاناډايي ځواکونو دنده د وسله والو مخالفينو قومانده او د هغوی د واک د شبکې له منځه وړل وو، چې په دې موخه يې له افغان ځواکونو سره په ګډه ګڼ شمېر عمليات تر سره کړي دي .))

ميلنر د خپلو خبرو پر مهال زياته کړه چې کاناډايي ځواکونو په کندهار کې د خپل پوځي ماموريت پر مهال د امنيتي چارو پر سمبالولو سربېره، د بيا رغاونې په کارونو کې هم بشپړه ونډه اخيستې ده: (( له ۲۰۱۰ زېږيز کال راهیسې، کاناډايي ځواکونو خپل ډېر پام د کندهار دريو ولسواليو ډنډ، پنجوايي او دامان ته وکړ، او هلته يې د بيا رغاونې ګڼ کارونه په دې موخه تر سره کړل چې افغان حکومت او خلک يو له بل سره نېږدې کړي او په دې توګه دغه وران او جګړه ځپلى هېواد، په خپلو پښو ودروي.))

د کندهار پر هوايي ډګر د جوړې شوې غونډې برخوالو ته په سوېلي حوزه کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال جي ايل ټېري بيا وويل چې، د کاناډايي ځواکونو هغه قربانۍ او لاسته را وړنې به کله هم هېرې نه کړي چې په کندهار ولايت کې يې لرلې دي.

ټيري د خپلو خبرو پر مهال په کندهار کې کاناډا هېواد پوځي ماموريت او پر دې مهال، په افغانستان کې د وژلو شويو کاناډايي سرتېرو ستاينه وکړه: ((موږ هغه کاناډايي اتلان، چې د‎ ماموريت پر مهال يې قرباني ورکړې ده هيڅ کله هم نه شو هېرولاى او تل به د دوى د ورکړو قربانيو ستاينه کوو؛ د دوى قربانيو د سيمې د حالاتو په ښه کولو کې غټ رول لوبولى دى.))

مهمه ده چې یاده شي، کاناډايي پوځي روزونکي به اوس هم د افغان ملي اردو د سرتېرو روزنه کوي. دوی یواځې خپل جنګي ماموریت پای ته رسولای دی.

امريکا هم پرېکړه کړې ده چې په روان او را روان کال کې به له افغانستانه خپل ۳۳۰۰۰ سرتېرې باسي او په دغه موده کې به د افغانستان د ډېرى سيمو امنيتي چارې، افغان سرتېرو ته سپاري.
XS
SM
MD
LG