د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د ناټو پر ټانکرو برید


د بلوچستان په مستونګ سیمه کې، په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونه ته پر تېل وړونکو ټانکرو برید شوی دی.

په سیمه کې د لیویز امنیتي سرتېرو چارواکي وايي، په پېښه کې درې ټانکرې سوزېدلې دي. د چارواکو په خبره پېښه د مستونګ په دشت سیمه کې شوې ده. په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته پر تېل وړونکو ټانکرو اکثر له کراچۍ تر چمن پورې پر لویه لار، او یا هم د پېښور او تورخم پر لار بریدونه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG