د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست ښار کې لیونیان ډېر شوي دي


خوست: د افغانستان د خوست ولایت یو انځور. د ۲۰۱۰ز کال د جون ۲۶مه
خوست: د افغانستان د خوست ولایت یو انځور. د ۲۰۱۰ز کال د جون ۲۶مه
رپورټ: نقیب الله متونوال، مشال راډیو


خوست
- په دې وروستیو کې، د افغانستان د خوست ولایت په ښار کې ځېنې لیونیان پیدا شوي دي چې خلکو ته ښکنځل کوي، پر موټرونو او دوکانونو کاڼي وروي او کله کله د ډېر زیان لامل ګرځي.

د خوست اوسېدونکي ګیله من دي چې دوی له دې لیونیانو ډېر په عذاب دي.

دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د دې لیونیانو دې څه علاج وکړي او د دوی د ساتنې ځایونه دې ورته چمتو کړي.

د خوست په ښار کې د یوه کلینک چلوونکی ولي محمد وايي: ((نه یواځې موږ بلکې ناروغان هم له دوی په عذاب دي.))

د ښار یو بل اوسېدونکی حسن خان وايي: ((کله کله روغ خلک دې لیونیانو پورې ټوکې کوي او په عذابوي یې، نو چې کله لیونیان غوسه شي نو بیا کاڼي ولي.))

د خوست امنیې قوماندانۍ له جنايي جرایمو سره د مبارزې یو افسر ګل محمد مني چې په دې لیونیانو کې ډېر خطرناک هم شته دي چې د دوی په خبره: ((ورځې وړاندې یې یو ماشوم هم وواژه.))

د پولیسو افسر زیاتوي دوی په بیا بیا داسې لیونیان نیولي دي خو د ساتنې لپاره یې وړ ځای نه لري، نو مجبوراً یې بیرته خوشې کړي.

د خوست د عامې روغتیا د ریاست یو تن مسوول ډاکتر عارف تڼی وايي دیو د عقلي او عصبي ناروغیو لپاره څانګه نه لري خو په پام کې لري چې په خوست کې په جوړ شوي نوي او لوی روغتون کې د دې ناروغیو لپاره ځانګړې څانګه او بستر ولري.

د چارو کارپوهان وايي، په افغانستان کې له شا و خوا درې نیمو لسیزو راهیسې جګړه روانه ده او خلکو ته یې نه یواځې ګڼ شمېر ځاني او مالي زیانونه ور په برخه کړي دي بلکې ګڼ شمېر افغانان یې هم پر رواني، عقلي او عصبي ناروغیو اخته کړي دي.
XS
SM
MD
LG