د لاسرسي ځای

په لیبیا کې د پوځي عملیاتو پیسې نه بندېږي


د امریکا د استازو جرګې په لیبیا کې د هغې هڅې مخنیوی کړی چې تر مخې یې په لیبیا کې د امریکا د پوځي عملیاتو پیسې بندولې.

د معمر قذافي ځواکونو پر ضد، د ناټو په مشرۍ د امریکا د ځواکونو د عملیاتو لپاره پیسو ورکولو په برخه کې رایې په ۲۲۹ کې ۱۹۹ وې. استازو ټینګار کاوه چې ولسمشر اوباما د ۱۹۷۳د جګړې د قدرت له قانونه سرغړونه کړې، دا پرېکړه لیک وایي یو ولسمشر باید د هر پوځي برید له مخې شپېته ورځې د کانګرس منظورۍ ته وګوري او دا هغه څه ول چی ولسمشر اوباما نه وو کړي. برعکس اوباما تېره میاشت کانګرس ته خبر ورکړ چی داسې یو پریکړه لیک غیر ضرورري دی، ځکه چې امریکا په دغه جګړه کې محدود رول لري.
XS
SM
MD
LG