د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د تاوتریخوالي پېښې، ۳۸ وژل شوي


د پاکستان په ستر تجارتي ښار کراچۍ کې، د ناکراریو او اخ ډب په تازه پېښو کې، یواځې له تېری ورځې راهیسې ۳۸ کسان وژل شوي دي.


د مشال راډيو د خبریال له وینا سره سم، د مرګ ژوبلې په اړه لا د ښار پولیسو څه نه دي ويلی خو د ۳۸ مړو تصدیق، د ژغورنو ادارو کړی دی. لږ تر لږه ۱۰ کسان هغه مهال وژل شوي، چې یوې وسله والې ډلې پر دوو بسونو ډزې وکړې. د سېند ولایت د کورنیو چارو وزیر شرف الدین مېمن وویل چې په دې پېښه کې ۲۰ کسان ټپیان شوي هم دي. د کراچې د ټرانسپورت د اتحادیې مرستیال مشر سید محمود اپریدي مشال راډیو ته وويل نن به ګاډي نه چلوي. دغه راز، نن په ښار کی دوکانونه او تعلیمی ادارې هم تړل شوې دي. د دغو حالاتو په اړه د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم یو غونډه رابللې ده. چارواکي وايي، د تاوتریخوالي په دې پېښو کې د متحده قومي غورځنګ یا ایم کیو ایم او د عوامي نیشنل ګوند اې این پي پلویان چې، د دوو بېلابېلو قومونو استازیتوب کوي لاس لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG