د لاسرسي ځای

پاکستان ولې پر افغانستان توغندي وروي؟


د افغانستان و پاکستان بیرغونه. هژبر شینواري دا بیرغونه جوړ کړي دي.

د افغانستان و پاکستان بیرغونه. هژبر شینواري دا بیرغونه جوړ کړي دي.

ژباړه: مشال راډیو
لیکوال: ایرېن کنېنګم
سرچینه: ګلوبل پوسټ


په ګلوبل پوسټ ورځپاڼې کې د خبریال ایرېن کنېنګم لیکنه خپره شوې ده. نوموړي په لیکنه کې د پاکستان له خوا د افغانستان پر مشرقي ولایتونو د توغندیو پر بریدونو بحث کړی دی.

لیکوال و خبریال ایرېن کنېنګم لیکي تېره میاشت چې کله د پاکستان توغندي د کونړ ولایت د یوه کلي پر پټیو ولګېدل، نو بزګران ټول خپاره شول او فصلونه یې د وېرې په حال کې پرېښودل.

د جون په میاشت کې د توغندیو بریدونه شدید شول نو په کونړ کې خلک د پرښو او یا هم خندقونو پناه اخیستو ته اړ شول.

د جون په څلریشتمه چې کله یوه پاکستاني توغندي، له ښوونځي کور ته روانې درې نجونه ووژلې نو د کلي خلکو پرېکړه وکړه چې خپل کورونه به پرېږدي.

د کونړ د ځېنو کلیو، د ننګرهار او خوست د ځېنو سیمو کورنۍ، دې وروستیو بریدونو ځپلي دي.

لیکوال ایرېن کنېنګم لیکي که څه هم د پاکستان لخوا د افغانستان پر بېلا بېلو سیمو له ۷۰۰ زیات توغندي ورول شوي دي، چې په کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي، نه هم افغان او نه هم پاکستاني حکومت په رسمي ډول د دې وضاحت کړی دی چې ولې؟

د دې ترڅنګ نوره مبهمه دا ده چې افغانستان د دې بریدونو ځواب نه دی ویلی. د نهې یا د سه شنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال افغان ولسمشر حامد کرزي وويل افغان سرتېرو ته به د پوځي ځواب ورکولو امر ورنکړي.

له کونړه د افغان پارلېمان یوه غړي صالح محمد صالح ویلي: (( دا یوه لوبه ده. هر یو کس په دې هېواد او په پاکستان کې یوه لوبه کوي.))

صالح وايي چې د توغندیو په اړه ځېنې داسې شیان دي چې په ښکاره یې نشي ویلای چې ولې ورول کېږي. د ده په خبره: ((ناټو له دې خبره ده او افغان حکومت هم ترې خبر دی. دا ټوله یوه لوبه ده.))

د پاکستانیو چارواکو په خبره وسله والو د تېرې میاشتې پر مهال، د پاکستان ۵۵ امنیتي سرتېري وژلي دي.

په پاکستان کې خبریال او کار پوه رحیم اله یوسفزی وايي: ((د پاکستان پوځ د هغو کسانو ځواب وايي چې له افغانستانه پر دې هېواد بریدونه کوي او هغه کسان چې تر برید وروسته، هر وخت، له پولې هغې خوا ته اوړي.))

ایرېن کنېنګم په خپل رپورټ کې لیکي، دا باور دی چې د افغان او پاکستانیو طالبانو لوی شمېر د کونړ ولایت ځېنې برخې نیولې دي. دا وسله وال طالبان په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر مهال تښتېدلي دي.

له ننګرهاره د افغان پارلېمان غړی فاروق مېړنی وايي: (( نړیواله ټولنه باید د افغانستان د امنیت ضمانت ورکړي. ناټو اوس هم په افغانستان کې ده.)) مېړنی وايي ناټو یې باید مرسته وکړي. بیا پوښتنه کوي چې تر اوسه ناټو ولې څه نه دي کړي؟

ایرېن کنېنګم لیکي، طالبان وايي د ناټو چوپتیا ښيي چې پر پولې پر تاوتریخوالي خوشاله ده.

یوه طالب قوماندان، چې په کونړ ولایت کې دی ویلي په دې ډول ناټو اتحاد به په افغانستان کې د پاتې کېدو جواز وویني.

طالب قوماندان ملا قاسمي وايي: (( د پاکستان او افغانستان حکومتونه ولې غلي دي؟ ځکه چې د دوی مشر ورته وايي غلي پاتې شئ، او مشر یې امریکا ده.))

دا مهال په افغانستان کې شا و خوا یو نیم لک (۱۵۰۰۰۰) بهرني سرتېري د یاغي طالبانو پر ضد جنګېږي.

موده مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان تور پورې کړی وو چې پر افغانستان بریدونه کوي، او د پاکستان حکومت یې په دې مورد کې پړ ګرځولی وو. خو بیا پاکستان دا خبره رد کړه او ویې ویل چې قصداً یې بریدونه نه دي کړي، ښايي په حادثاتي ډول ځېنې توغندي تر پولې هغې خوا ته غورځېدلي وي.
XS
SM
MD
LG