د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په ایران کې یو تن ته په مذهبي عقیده دمرګ سزا ورکولو باندې اندېښنه ښودلې



امریکا په ایران کې د مذهبي عقیدې په بنیاد یوتن ته د مرګ سزا ورکولوپه خبر خپګان ښکاره کړې. یوسف نادرخاني که د عیسايي مذهب له خپلولو نه پرشا نشي نوکېدې شي د ۱۹۹۰ م کال راپه دیخوا به اولنې ایراني تن وي چې دمرتد کیدلو له وجې به ورته دمرګ سزا ورکړې شي.

د امریکا دخارجه چارو ویاندې وکټوریا نولینډ په خپل یو بیان کې وېلي یو خوا ته د ایران مشران وايي زغم ته وده ورکوي اوبلې خوا ته چې څوک د خپلې عقیدې عبادت کول غواړي نو هغوي جیلونو کې اچول کیږي، ویرول کیږي، او سزا ګانې ورکول کیږي.

د جولايي په دریمه نیټه د نادرخاني وکیل وېلي وو چې سپریم کوټ دهغه دمؤکل خلاف د مرګ د سزافیصله رد کړې وه خو کېس یې ماتحت عدالت ته لېږلې چې اوس د هغه نه د توبې ایستلو غوښتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG