د لاسرسي ځای

ایران او عراق خپل تعلقات ټینګوي



ایران او عراق په د ې خبره سلا شوي چې تیر وختونه به شاته پریږدي اوخپل تعلقات به مظبوطوي.

کلتور، ساینس او ټیکنالوجي، مواصلاتو او نورو یوشمیر برخو کې د همکارۍ لوظنامې لاس لیک کولو په دستوره کې د ایران اول مرستیال ولسمشر محمد رضا رحیمي چې دا مهال د عراق په سفر دې، وویل چې هیواد یې پخواني غمونه او خپګان هیر کړې دې.

ایران او عراق د ۱۹۸۰ م نه ۱۹۸۸م کال پورې یو بل سره جنګیدلي وو چې پکې خوا اوشا لس لکهه خلک وژل شوي دي. خو په عراق د ۲۰۰۳م کال د امریکايي برید وروسته د دواړه ګاونډی هیوادونو اړیکې ښې شوې دي. د عراق ولسمشر نورالمالکي هم ویلي چې دواړه هیوادونه به خپلو تعلقاتو ته نوره وده ورکوي.
XS
SM
MD
LG