د لاسرسي ځای

تازه خبر

په م .م کې د افغانستان او پاکستان پر سرحدي بریدونو خبرې شوې


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ظاهر طنین
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ظاهر طنین


د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د پاکستان او افغانستان پر اړیکو بحث وشو او په ملګرو ملتو کې د افغانستان سفیر ظاهر طنین وویل، چې د پاکستان له لوري دې پر کونړ او ننګرهار د توغندېو د ویشتو مخه سمدستي ونیول شي.

په دې اړه د افغانستان لپاره د ملګرو متلو ځانګړي استازي هم نظر څرګند کړ، خو په کابل کې دې افغان حکومت مسلې ته ډیره اندیښنه وښوده.

د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې وروسته تر دې خړپړ شول چې په وروستیو کې افغان حکومت پاکستاني پوځیان تورن کړل چې پر ننګرهار او کونړ ولایتونو یې په سلګونو توغندي ویشتې دي.

د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې پرون د افغانستان استازي ظاهر طنین د پاکستان له لوري د بریدونو د ژر تر ژره مخنیوي غوښتنه وکړه:

«په وروستیو کې د افغانستان پر ختیځو سرحدونو د وسله وال یرغل په ترڅ کې په سلګونو توغندي پر کونړ او ننګرهار ولایتونو ویشتل شوې دي، په لسګونو کسان یې د ښځو او ماشومانو په ګډون وژلې دي د افغانستان حکومت او خلکو ته یې جدي اندیښنه پیدا کړې ده له دې سره د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخیزو همکارېو ته هم اندیښنه پیدا شوې ده، موږ د دغو بریدونو د ژر تر ژره بندیدو غوښتنه کوو

د غبرګولي له وروستیو راپه دې خوا افغان چارواکي ادعاء کوي چې تر اته سوه ډير توغندي، د توپ مرمۍ او هان د پاکستان له خوا د افغنستا پر کلیو ویشتل شوې دي او په لسګونو ملکیان یې وژلي او ټپیان کړې دي.

په کونړ کې د بې ځایه شوېو کورنیو د څانګې مسوول محمد فاضل وایي، چې تر دوه نیم سوه ډیرې کورنۍ د دغه ولایت له سرحدي سیمو کډې کولو ته اړوتې دې.

فرانس پریس اژانس ته د ولسمشر کرزي مرستیال ویاند حامد علمي وویل، دغه کارونه د دواړو هېوادو تر منځ پر اړیکو ژور منفي اغیز کوي او پر سرحدي سیمو ډزې د تروریزم په ضد جګړې باندې ناوړه تاثیر کوي.

پاکستان بیا افغان لوری ملامتوي چې د وسله والو مخه نه نیسي او په سلګونو وسله وال د افغانستان له خوا په وروستیو کې باجوړ، دیر او مهمندو ته اوښتې دي او هلته یې پر پوځي اهدافو بریدونه کړې دي.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني پرون له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په ټيلیفون د همدې مساله په ا ړه خبرې وکړې او وړاندیز یې وکړ، چې د سرحدي قوماندانو د یوې غونډې په ترڅ کې دې دا مساله وڅیړل شي.

په امنیت شورا کې پرون دې مسلې ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دي میستورا هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا موضوع باید ډیره لویه نه شي:

«په دې کې هیڅ شک نه شته، چې د اوس لپاره هلته د سیمې په کچه د پوهیدا په برخه کې ډیر وضاحت نه شته، خو لکه اوس چې د افغانستان او پاکستان د پولي په اوږدو څه روان دې باید ډراماتیک نه شي او افغان او پاکستاني لورې ته پریښودل شي چې په خپلو کې خبرې پرې وکړي.

په وروستیو کې په اسلام اباد او افغانستان کې ډيرې ګټورې خبرې شوې دي او دغه دوه هېواده به تل سره ګاونډي وي، موږ به هلته د یوه وخت لپاره یوو خو دوي به تل سره نژدې وي.

اما څرنګه چې موږ دې ته اندیښنه لرو دا هیله هم ورسره لرو چې داسې دوه اړخیزې خبرې به مساله سم لورې ته روانه کړي

د پولې دواړو غاړېو ته د طالبانو غښتلي مرکزونه دي خو افغان حکومت او امریکا له پاکستانه غواړي چې په قبایلي سیمو کې د افراطي وسله والو پرضد عملیات وکړي او د هغوي جرړې وباسي.

پاکستان وایي، چې دوي په لسګونو زره پوځیان د افغانستان د سرحد په اوږدو ځای پر ځای کړې دي او نه شي کولای چې په ټولو غرنیو قبایلي سیمو کې په یوه وخت پوځي عملیات وکړي
XS
SM
MD
LG