د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پولې څارنې لپاره د افغانستان او پاکستان ګدکمیسیون


ژباړه: بشير ګواښ

افغانستان او پاکستان پر پوله د وسله والو د اوښتلو را وښتلو او د دوی د بريدونو د پيښو د څيړلو لپاره د يو ګډ پوځي کميشن د جوړولو اعلان کړی چې د چارواکو په وينا سيمې ته به ځي او د حالاتو له څارنې او څيړنې وروسته به د ستونزې حل راوباسي. پاکستان تور لګوي چې د افغانستان له خاورې څخه وسله وال وراوړي او د دوی په ځواکونو او ځايونو بريدونه کوي.

افغان چاوراکي وايي د پاکستان سره يې په ګډه يو پوځي کميسون جوړ کړي چې د دې هيواد سره پر پوله د وسله والو د بريدونو په اړه څيړنه وکړي.

د رپورټونو ترمخه په دې وروستيوو کې د دير په سيمه کې په سلګونو اورپکو په ځايي امن لښکرو او امنيتي ځواکونه بريد کړي. پاکستان تور لګوي چې دا اورپکي له افغانستانه وراوړي خو افغان چارواکي دا تورونه ردوي.

د نوي جوړ شوي کميسيون په اړه د افغانستان د بهرنيوو چارو د وزارت وياند جانان موسی زی وايي چې افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستاني وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني سره په ټيليفون خبرې کړي او د مسلې د حل لپاره په ګډو څيړنو سلا شوي دي. هغه مشال ريډيو ته وويل چې په دې کميسيون کې به د دواړو ملکونو لوړپوړي پوځي چارواکي ګډون لري، له تيرو څو اونيوو راهيسې پاکستان تورونه لګوي چې له افغانستانه يې سيمو ته يې د وراوښتونکو وسله والو بريدونه زيات شوي دي. بل خوا افغانستان دا خبره نه مني او تور لګوي چې پاکستان په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د دوی پر خاوره راکټونه وروي چې پکې ګڼ ولسي خلک مړه او ژوبل شوي دي. ٬٬

جانان موسی زی وايي چې په دې اړه يې خپلې انديښنې واضحه کړي دي.


پاکستان له دې وړاندې تورونه لګولي وو چې اورپکي په افغانستان کې پټنځايونه لري او له هغه ځايه د بريدونو لپاره ورځي خو د افغانستان د پوځي چارو کارپوه ، جنرال عبدالوحيد طاقت وايي په افغانستان کې د ګڼو ملکونو د بهرنيوو پوځيانو په شتون سره طالب وسله وال نه شي کولی چې په افغانستان کې پټ شي او يا دې هم په يو بل هيواد کې بريدونه وکړي. هغه زياتوي. ، خو په پاکستان کې د پوځي چارو يو کارپوه بريګيډير اسد منير وايي چې دواړه هيوادونه بايد په يو بل د الزامونو لګول ودروي ځکه چې د نوموړي په وينا اورپکو ته نه په افغانستان کې او نه هم په پاکستان کې حکومتي ملاتړ تر لاسه دی. ٬٬

په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د پاکستان له خوا د ورغورځولو شوو راکټونو او په دې کې د ولسي وګړو د وژنو په اړه افغانانو مظاهرې هم کړي دي او له حکومته يې غوښتې چې په دې اړه سخت ځواب وواي خو د افغانستان د بهرنيوو چارو د وزارت وياند جانان موسی زی وايي چې دوی د پاکستان سره د ښو اړيکو غوښتونکي دي.


ياده دي وي چې د افغانستان د فبایلو او سرحدااتو وزارت يو پلاوي د روان کړکيچ له څيړلو او سيمې ته له تګ وروسته ويلي دي چې په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د ورستيوو پيښو له وجې ګڼ شمير خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي او خوا و شا څلورنیم سوه کورنۍ له خپلو سيمو څخه کډه کولو ته مجبوره شوي دي.
XS
SM
MD
LG