د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ په تشدد کې اته نور کسان وژل شوي


د نهې په ورځ د کراچۍ په اورنګي ټاون کې د تشدد شورو شوې لړۍ د ښار نورو برخو ته هم غزېدلې ده.دغه پېښې بیګا شپه هم روانې وې چې د پولیس په خبره بلدیه ټاون ،سایټ ټاون او لیاري په سیمو کې اته نور کسان د نامالومه وسلوالو د ګولیو ښکار شوي دي.

د پښتنو یو سیاسي ګوند عوامي نېشنل پارټۍ سیکرېټري بشیرجان وايي،په تېرو دوو ورځو کې د دوی د پارټۍ ۱۱ غړي وژل شوي چې دده په خبره دوه یې عهدېداران او نور نهه تنه کارکنان وو.او ۱۵ نور په هسپتالونو کې داخل دي.

د تشدد له پېښو څخه د ښار اورنګي ټاون ډېر متاثره شوی دی.ددغه سیمې خلک وايي له درو ورځو راهیسې روان اخ وډب له لاسه له خپلو کورونو نه نشي وتلای.دوی وايي چې اوس هم ډزې روانې دي.په ښار کې ټرانسپورټ په ټپه ولاړ دی.

د سیند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن ویلي چې حکومت په پوره پوره هڅه کوي چې پولیس په ښار کې امن ټینګ کړي.دی وايی چې حکومت د امن راوستو په هلو ځلو کې ګڼ داسې کسان نیولي دي چې هغوی سل سل مرګونه کړي دي.

میمن وايي،څو څو ځلې یې سیاسي ګوندونه د مذاکراتو پر میز کښېنولي دي او هغوی ته مو یې ويلي دي چې له خپلو صفونو جرایم پېشه خلک ویاسی خو له بده مرغه هیڅ داسې هیڅ نه کېږي.او که پېښې همداسې روانې وي نو موږ مجبور یو چې بله لاره غوره کړو.

په کراچۍ کې تېره ورځ هم ۱۵ کسان وژل شوي چې اکثریت یې د خواري کښان دي.په وژل شویو کې د درو مړي قبایلي سیمې باجوړ او د نورو درو مړي یې د خیبرپښتونخوا ډېره اسماعیلخان ته وړي دي.
XS
SM
MD
LG