د لاسرسي ځای

ملګرو ملتونو پر اسراییلو دبې دریغه وسلو کارولو تور لګولی



دملګرو ملتونو مشر بان کي مون په اسراییلي عسکرو تور لګولې چې د بې وسلې لبناني مظاهره چیانو پر ضد یې بې دریغه وسله کارولېده.

لبناني وسله والو ځواکونو ویلي اسراییلي عسکرو په ډزو کې اوه کسان ووژل او ۱۱۱ یې ټپیان کړل چې کله د مۍ په پنځلسمه نیټه مظاهره چیانو پر پوله لګیدلی باړ څخه د ورتېرېدو هڅه وکړه .

بان کي مون وېلي د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت لخوا ددغه پیښې په لومړني تحقیقاتي رپورټ کې پر مظاهره چیانو تورلګولی چې د کاڼو اوپټرول بمونو په غورزولو سره یې پارونکی اقدام کړی.
XS
SM
MD
LG