د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان پر پوله وضع د اندېښنې وړ ده


اسلام اباد کابل ته وړاندیز وکړ، چې د افغانستان او پاکستان سرحدي قوماندانان دې په ډير لنډ وخت کې غونډه وکړي او پر پولي دې د وسله والو د اوښتو را اوښتو مسله وڅیړي.

دا وړاندیز په دې پسې شوی دی چې د نورستان والي ادعاء وکړه، چې د پاکستانيو وسله والو طالبانو په برید کې ګڼ افغان پولیس په کامدېش ولسوالۍ کې وژل شوې دي او پاکستان تور پور کړی چې له کونړه د پاکستان لور ته وسله وال طالبان ور اوښتي او هلته یې ملکیان وژلي او ښوونځي سوځولي دي.

د پاکستاني وزیراعظم دفتر وایي، چې یوسف رضا ګیلاني د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته د سرحد په اوږدو د وسله والو د اوښتو په برخه کې خپله اندیښنه څرګنده کړه.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني پرون ولسمشرحامد کرزي ته ټیلیفون کړی . دا خبرې د پاکستاني چارواکو په دې تور پسې وشوې چې ویې ویل په سلګونو وسله والو د پاکستان دننه په بر دیر کې برید وکړ، د طالبانو یو مخالف مشر یې وواژه او درې ښوونځي یې وسوځول.

دا د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولي په اوږدو له یوې مودې راهیسې د وسله والو د اوښتو تازه تور دی چې د دغو دوو هېوادو ترمنځ یې پر دیپلوماتیکو اړیکو ناوړه اغیز کړی دی.

د افغانستان چارواکو بیا ادعاء وکړه، چې د پاکستان له خوا رااوښتو وسله والو د افغانستان دننه درې دیرش پولیس او پنځه ملیکان ووژل.

د نورستان والي جمال الدین بدر وايي، چې د نهې /سې شنبې په ورځ د کامدیش ولسوالۍ پر سرحدي امنیتي پوستو وسله والو حمله وکړه چې په ځوابي برید کې هغوي ته هم زیانونه واوښتل.

د نورستان والي زیاته کړه، چې په سیمه کې د افغان ملي پوځ چاڼیز/ تصفیوي عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان وزیراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې بیا یوسف رضا ګیلاني جدي اندیښنه څرګنده کړې ده چې د افغانستان له لورې وسله وال په دیر، باجوړ او مهمندو کې عملیات کوي.

د پاکستان صدراعظم افغان ولسمشر ته په ټیلیفون وویل چې پاکستاني پوځیان تر وسه وسه هڅه کوي چې د افغانستان له خوا د پاکستان لور ته د وسله والو د اوښتو مخه ونیسي خو حالات داسې دي چې باید ژر تر ژره یي مخه ونیول شي.

د پاکستان صدراعظم د دواړو هېوادو د سرحدي قوماندانو تر منځ د یوې غونډې د جوړېدو وړاندیز وکړ، چې ژر تر ژر دا مسله وڅیړي او د ګیلاني په وینا د بې ګناه خلکو د وینو د بهیدو مخه ونیول شي.

د پاکستان د بیان په وینا افغان ولسمشر پر دې ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه باید خپلو رابطو ته ادامه ورکړي او د وسله والو مخه ونیسي.


د پولي دواړو غاړو ته د طالبانو غښتلي مرکزونه دي خو افغان حکومت او امریکا له پاکستانه غواړي چې په قبایلي سیمو کې د افراطي وسله والو پرضد عملیات وکړي او د هغوي جرړې وباسي.
XS
SM
MD
LG