د لاسرسي ځای

ناټو د افغان ملکي کسانو د وژنې دادعاوو پلټنه کوي


د افغانستان خوست ولایت پر ډیورنډ کرښه له وزیرستان سره پروت دی چې د حقاني ډلې ،القاعده او د پاکستانیو طالبانو ټینګ مرکز بلل کېږي

د افغانستان خوست ولایت پر ډیورنډ کرښه له وزیرستان سره پروت دی چې د حقاني ډلې ،القاعده او د پاکستانیو طالبانو ټینګ مرکز بلل کېږي


په افغانستان کې مېشت نیټو ځواکونو وېلي دهیواد په جنوب غربي برخه کې دهغه دوو وژل شو کسانو دپېښې تحقیقات کوي چې په اړه یې دسېمې اوسیدونکي وايي عام وګړي وو.

دا بیان په داسې حال کې مخې ته راغې چې په افغانستان کې په سلګونو خلکو د دوه شپونکیانو په وژنه مظاهره کړې وه چې ددوي په وېنا دنېټو په هوايي برید کې وژل شوي دي. د خوګیانوسېمې اوسېدونکو دغزني ولایت مرکز غزني ښار ته دوه لاشونه راوړل او هلته یې دبهرني ځواکونو خلاف نعرې وهلې.

خو نړیوال مرستندویه امنیتي ځواکونه وايي په دغه سېمه کې په هوايي برید کې یې يو یاغي وژلې دې چې په لاره کې یې بم ښخولو.

بلخوا وړمه شپه د خوست په لویدیځې خوا دوه منده ولسوالۍ کې ناټو ځواکونو پر یوه کور هوایې عملیات کړي چې په پایله کې یې ۱۱ تنه وژل شوي دي.
د خوست امنیه قوماندان جنرال سردار محمد ځاځي ياده پېښه تایید کړه او ویې ویل چې په دغو وژل شویوکسانو کې ۴ تنه وسله وال مخالفین دي چې پكې یو هم د مخالفې وسلوالې حقاني ډلې پیاوړی قوماندان دی.

د جنرال ځاځي په خبره چې عملیات د دوه منده ولسوالۍ د سیدخېلو سیمې په کمال خېلو کلې کې شوي دي.

د خوست امنیه قوماندان داهم وویل چې پاتې ټول کسان ښځې او ماشومان دي چې په پېښه کې وژل شویدي.

بلخوا د سیمې یوتن اوسیدونکى وايي، چې په دې هوایې بریدکې ټول ملکي کسان وژل شوي او د دغې کورنۍ یوازې یوتن ژوندی پاتې شوی دی.
د همدې پېښې له امله د سیمې اوسیدونکو د خوست ګردېزلاره د څوساعتونولپاره تړلي وه او خپل مړي يې د سړک غاړې ته راویستي وو او د بهرنیو ځواکونو پرضد یې شعارونه ورکول.

په خوست کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفترهم د پېښې پخلی وکړ او ویې ویل چې په برید کې يې ۴ تنه مخالفین وژلي دي.

وسله والو مخالفینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG