د لاسرسي ځای

سوډان:سمندري کشتۍ ډوبه ۲۰۰ کسان مړه


د سوډان له ساحل سره نيږدې په سره سمندرګي کي څه باندي دوه سوه کسان د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کي مړه شوي دي.

ويل کيږي چي په کښتۍ کي اور بلېدل د دې د ډوبېدو سبب وګرځېدی. د کښتۍ د څه باندي دوه سوه مسافرانو څخه يوازي درې کسان ژغورل شوي دي.

د راپورونو له مخي ټول مړه شوي کسان افريقايي کډوال وو چي سعودي عرب ته د تلو په تمه وو.
XS
SM
MD
LG