د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه کورنۍ به د عدالتي اجازت بغیر بهر ملک ته نه ځي


د امريکا د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کي د اسامه بن لادن د وژلو په اړه په پاکستان کي پلټنه کونکي کمېشن حکومت ته حکم ورکړی چي د القاعدې د مشر خپلوان دي د دوی له اجازې پرته هيواد پرېښو دلو ته پرې نه ږدي.
پاکستاني انتظامي چارواکو په دې وروستيو کي داسي اشارې ورکړي وې چي دوی دې ته تيار دي چي د اسامه يوه مېرمن خپل هيواد يمن ته وليږي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چي د پاکستان قوي امنيتي ادارې به د کمېشن دغه غوښتنه ومني که نه.
د پاکستان په اېبټ آباد ښار کي د دوهم تر پيښي وروسته د اسامه درې مېرمني او ماشومان نيول شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG