د لاسرسي ځای

تازه خبر

لیبیا هغه رپوټونه رد کړل چې قذافي د وتو لاره لټوي


د لیبیا حکومتي چارواکو د روسي میډيا هغه رپورټ رد کړې چې ګني معمر قذافي د واک سپارلو او بهر د سر پناه اخیستلو په اړه غور کوي.

د لیبیا د حکومت ویاند موسی ابراهیم رویټرز خبري اژانس ته ويلي چې د روس په کومر سانټ ورځپاڼه کې خپور شوي رپورټ کې هیڅ حقیقت نیشته. هغه زیاته کړه چې قذافي یو تاریخي سمبول دی او د لیبیا خلک به د هغه په دفاع کې سرونه قربان کړي.

بل خوا د قذافي ځواکونو نهې په ورځ په مصراته ښار کې پر یاغیانو سخته بمباري کړې. چې د رپوټونو له مخې ۱۱ یاغیان وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG