د لاسرسي ځای

دشمسي هوايي اډې تړلو وروسته د امریکا منصوبه


ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله

ډرون الوتکې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله


ژباړه: فرخنده وزیر


رویټرز لیکي، امریکا غواړي د شمسي اډې تر څنګ په نورو هغه لارو هم فکر وکړي، چې له عمله ترې په پاکستان کې د ترهګرو پټن ځایونه له مینځه یوسي.

رویټرز خبري ایجنسي لیکي، د د پاکستان د دې غوښتنو باوجود امریکا دې شمسي هوايي اډه خالي کړي خو امریکا داسې منصوبه لري چې په پاکستان کې دننه د افغانستان سره پر پوله یوه هواېي پټۍ جوړه کړي، چرته چې یوازې غیر جنګي ډرون جهازونو ته اجازت وي، دغه جازونه به په پاکستان کې د ترهګرو پټن ځایونه مالوموي.

رویټرز د امریکاېي چارواکو له خولې لیکي، په بلوچستان کې شمسی هواېي اډه به خپل کار جاري ساتي، او د امریکا استخباراتي اداره سي آی اې چې د وړاندې نه ېي په افغانستان کې پر دې کار پیل کړی، چې د پاکستان په هغه ځایونو په وسلو سنبال د ډرون الوتکو بریدونه پیل کړي، چرته چې وسوال طالبان محفوظ ځایونه لري.

اژانس د یو امریکاېي چارواکي له خولې لیکي، دا اسانتیا اوس هم په پوره توګه عملي ده، چي په پاکستان کې دننه د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې مرسته کوي.

امریکاېي چارواکي دا هم واېي، که چرې دغه منصوبه د څه وجوهاتو له عمله سر ته ونه رسیده، نو امریکا به په نورو لارو فکر کوي، خو په القاعده او د هغوي په اتحادي اورپکو ډلو به دباو زیاتوي.

رویټرز لیکي، د پاکستان قبایلي سیمې د القاعده او د یو شمیر نورو اورپکو ډلو لپاره پټن ځایونه لري، او امریکا غواړي، پاکستان دې د دغه ډلو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي.

اژانس د واشنګټن پوسټ د یو خبر په اړه لیکي، څه نا څه درې میاشتې وړاندې امریکا د پاکستان د شمسی هواېي پټۍ نه د ډرون جازونو بریدونه په دی ودرول ، چې د سي آی اې د یو کارکونکی ریمنډ ډیوس له وجې د دواړو هیوادونو تعلقات د کړکیچ سره مخامخ شول. ډیوس په پاکستان کې دوه کسان پر دی وژلی وو، چې دغه کسانو په ده وسوال برید کاوه د وژل شوو کسانو کورنیو ته د خون بها ورکولو وروستو، ریمنډ ډیوس امریکا ته واستول شو.

امریکايي چارواکی وايي، د سي آی اې او پاکستان د استخباراتو کسان به په شمسی هوايي اډه کې موجود وي، او دغه به د ډرون جازونو لپاره په راروان وخت کې هم خلاصه وي.

رویټرز د دوو امریکايي چارواکو له خولې لیکی، د امریکا د پاکستان نه علاوه په افغانستان کې هم دومره انتظام او ډانچه لري، چې د پاکستان په هغه ځایونو بریدونه وکړي، چې ترهګرې ډلې پکي شتون لري.

د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې له هغې وروستو لا نورې خرابې شوې ، چې د می په دویمه نیټه امریکایي سمندري پوځ په یوه چاپه کې د القاعده مشر اوسامه بن لادن وواژه، او پاکستاني چارواکي ېي ددغه چاپې خبر هم نه کړل.

د تیر اتوار په ورځ د پاکستان وزیر اعظم سید یوسف رضا ګیلاني دا وویل، د دوی حکومت امریکا ته دا اجازت نه دی ورکړی ، چې د دوي هواېی اډې دې د غیر جنګی امریکاېی جهازونو لپاره استمال کړل شي.
اژانس لیکی د پاکستان د دفاع وزیر چودری احمد مختار په تیره اونۍ کې دا ویلی وو ، پاکستان امریکا ته ویلي، شمسي هواېي اډه دې خالي کړي.

اژانس دا هم لیکي، که څه هم د پاکستان چارواکي د کورني سیاست له وجې داسې بیانونه ورکوي، خو دننه ېي سي آی اې ته د اورپکو پر ضد د ډرون جهازونو لخوا د بریدونو اجازت ورکړی.
XS
SM
MD
LG