د لاسرسي ځای

افغانستان: په ولسي جرګه کې د بوټانو ګوزارونه


دافغانستان ولسي جرګې د تيرې ورځې عمومي غونډه چې، د حكومت لخوا د ولسي جرګې د تصويب شويو پرېكړو د نه عملي كېدو د لاملونو د څېړلو او د هغې د لارو چارو د حل په موخه ځانګړې شوې وه. يو شمېر وكيلانو پر ولسمشر كرزي نيوكه وكړه، چې ولې يې د ځانګړې محكمې د پرېكړو د لغوه كولو په اړه اقدام ندى كړى.

وروسته د وكيلانو تر منځ د ولسمشر كرزي او د هغه د لومړي مرستيال مارشال فهيم پر سر یو بل ته د لاس اچولو له وجې غونډه بې نتيجې پاى ته ورسېده.

د غونډې په ترڅ كې يو شمېر وكيلانو پر ولسمشر كرزي نيوكه وكړه، چې ولې يې د ځانګړې محكمې د پرېكړو د لغوه كولو، د لوى څارنوال محمد اسحاق الكو او د سترې محكمې د رييس په ګډون د شپږو تنو غړو د لرې كولو په اړه اقدامات ندي كړي.

د ولسي جرګې غړي غلام فاروق مجروح غوښتنه وكړه، چې د اساسي قانون نهه شپېتمه ماده، ولسي جرګې ته واك وركوي، چې د يو شمير سرغړونو په تور بايد ولسمشرپه ملي خيانت تورن وپېژندل شي، او ژر دې له خپلې دندې استعفا وكړي.

خو د ولسي جرګې غړې ارين يون بيا د يادو وكيلانو دغوښتنو پرخلاف وويل، چې كه چيرې ولسمشرپه ملي خيات تورنيږي نو دهغه مرستيالان دې هم تورن كړاى شي، او د ولسمشرمرستيالان دې له پاكستان څخه خپل هېواد وژغوري.

نوموړي زياته كړه،” مارشال هغه چاته ويل کېږي، چې دوه يا درې هېوادونه يې فتح کړي وي؛ خو مارشال فهيم دومره نه شي کولاى، چې افغانستان د پاکستان له بريدونو څخه وژغوري. خليلي صاحب کونړ ته لاړ شه! هلته خېمه ووهه او لکه څرنګه چې دې په ميدان وردګو کې د هزاره قوم په ملاتړ خېمه وهلې وه او غوښتل دې، چې د کوچيانو پر وړاندې د هزاره ګانو ملاتړ وکړي، همدغه شان لاړ شه او د سرحدي ولايتونو اوسېدونکي دې هم د پاکستانيانو له بريدونو څخه وژغوره٬٬

بلخوا بيا د ارين يون له خبرو وروسته د ولسي جرګې بل غړي عبدالودود پيمان د يون په ګډون يو شمير نور وكيلان د ولسمشرد لاسپوڅو په نامه ياد كړل، او ويې ويل چې ځينې كسان په پارلمان كې دوكانداري كوي.

نوموړي د ولسمشرد لومړي مرستيال مارشال فهيم په ملاتړ خبرې وكړې او زياته يې كړه، چې د مارشال فهيم نوم بايد وانه خيستل شي، ځکه چې ټوله ملامتي د ولسمشر ده.

په همدې حال كې د ولسي جرګې غړې نسيمې نيازۍ نيوكه وكړه، او ويې ويل، چې دوى نه په ټاكنو كې درغلۍ كړي او نه يې نور جرمونه كړي، او ولې وكيلان د مارشال فهيم د نوم په يادولو سره غبرګون ښيي.

د ولسي جرګې غړي عبدالرحيم ايوبي تور پورې كړ، چې په ولسي جرګه كې د ايران او پاكستان پلوي وكيلان غواړي هېواد د بحران لور ته بوځي، او دا هغه كسان دي، چې ولسمشرد دوى جرمي دوسيې له منځه وړې وې او اوس يې مخالفت كوي.

خو د ولسي جرګې عمومي غونډه هغه مهال ګډه وډه شوه، چې د دې جرګې غړې نظيفې ذكي د مارشال فهيم په ملاتړ د ولسي جرګې په بلې غړې حميدې احمدزۍ د بوټانو وارونه وكړل، او د جرګې لومړي مرستيال خالد پښتون، چې د ولسي جرګې مشري يې كوله غونډه بې پايلې اعلان كړه.

د يادونې وړ ده، چې د ولسي جرګې په تيره دوره کې هم د وكيلانو ترمنځ ورته شخړې شوي او يو بل يې د اوبو په بوتلونو سره ويشتلي وو.
XS
SM
MD
LG