د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د روسیې مال وړونکې الوتکه راغورزېدلې


افغان چارواکي وايي د روسیې یوه مال وړونکې الوتکه بیګا شپه د افغانستان په ختیځه برخه کې راغورځېدلې ده.

تر دې دمه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوې خو د سیمې چارواکې سید علیم آغا وایی چې امدادي ټیومونه تر اوسه دې لرې پرتې سيمې ته نه دي رسېدلې.

د سوله ساتو نړیوالو ځواکونو ایساف ویاند میجر جېم جیمز ويلي چې دغه الوتکه درې زره اته سوه ميټره لوړه په غره کې تباه شوې او دا د دوی الوتکه نه ده.

دغه پيښه د پروان ولایت په سیا ګرد سیمه کې مخې ته راغلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG