د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیمرون:له افغانستان سره به مرستې جاري ساتو


د بریتانیا وزیراعظم دیویډ کیمرون ویلي د افغانستان په راتلونکې حکومت کې طالبان هم برخه اخیستلای شي.خو هغه ځینې چې له جګړې لاس نه اخلي نو د مرګ له خطر سره به مخامخ وي.

ډېوېډ کېمرون دا څرګندونې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره له خبرو وروسته پرون په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وکړې.

کېمرون افغانستان ته په سفر کې دغه راز په هلمند کې میشت له بریتانوي عسکرو سره هم ولیدل. هغه له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو پردوام ټینګاروکړ او ویې ویل؛ چې بریتانیا به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له دې هېواد سره خپلې مرستې جاري وساتي.

سږ کال د بریتانیا جنګي ماموریت په دې هیواد کې پای ته رسیږي.


وژونکي په سیاست وال بدل شوي:

کېمرون پرطالبانو غږ وکړ، چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.
هغه په خپل هیواد کې پخوانیو شخړو ته په اشاره وویل، په شمالي ایرلنډ کې هغه کسان چې یووخت یې د ملکي وګړو، پولیسو، پوځیانو او هم د سیاست والو په وژلو او بم چاودنو کې لاس درلود اوس په سیاست والو بدل شوي دي.

کېمرون زیاته کړه، طالبانو ته زما پیغام دا دی، چې تاسو دا جګړه نشی ګټلی او یواځې به د خپلو غړیو د وژل کیدو شاهد واوسی نو ښه دا ده، چې له تاوتریخوالي لاس واخلی او د سولې له بهیر سره یوځای شی.


د بریتانیا وزیراعظم دغه راز وویل، چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه به په افغانستان کې د بریتانیا جنګي ماموریت پای ته ورسیږي او له دې هیواده د ځواکونو د ایستلو د پلان په لومړۍ مرحله کې به سږ کال ۴۲۶ عسکر له دې هیواده وباسي.


بریتانیا په اوس وخت کې په افغانستان کې ۹۵۰۰ زره عسکر لري چې له متحده ایالاتو وروسته د عسکرو د شمېر له پلوه دوهم ځای لري.

بریتانیا د افغانستان د ملي اردو د رزولو په پروګرام کې هم پراخه ونډه لري.

د بریتانیا صدراعظم دغه راز وویل، چې له ولسمشر کرزي سره یې د ملی پوځ د افسرانو لپاره د یوې پوځي اکاډمۍ د جوړیدو د پلان په باب خبرې کړي دي، چې هغه به د ده په وینا د بریتانیا د سندهرست اکاډمۍ په کچه برابره وي.

کامرون وویل، په دغې پوځي اکاډمۍ کې به شاوخوا ۱۲۰ بریتانویان کارکوي. دغه راز به د نورو هیوادونو پوځیان هم په کې ونډه ولري او امریکا به د دې اکاډمۍ له پروژې سره د ۳۸ میلیون ډالرو مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG