د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:د ملېشې پنځه سرتېري وژل شوي





د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه تومب کې د سړک غاړې په یوه بمي چاودنه کې د پاکستان د ملېشه ځواکونه پنڅه عسکر وژل شوي او همدومره ژوبل دي.

له سیمې څخه د لیویز چارواکي وايي ددې بمي چاودنې هدف د ملېشه ځواکونو یو کاروان وو چې له همدې ځای سره تېرېدل.


د تومب ضلعې اسسټنټ کمشنر بادل دشتي په کوټه کې د مشال له خبریال خدای نور ناصر سره په ټیلفوني خبرو کې وویل دا یوه ریموټ کنټرول بمي چاودنه وه چې د ملېشه کاروان له تېرېدو سره جوخت رامنځ ته شوه.

تر دې دمه چا د برید پړه نه ده اخیستې خو ددغه ډول بریدونو پړه اکثره بلوڅ بیلتون پالې ډلې پر خپل سر اخلي.

بلخوا دبلوچستان په تربت سیمه کي دوه نور خراب شوي مړي موندل شوي دي. بلوڅ ملت پال تور لګوي ددوي شاوخوا۱۳ زره کسان لادرکه دي. چي يونیم سل ښځې هم په کې دي. دوی ادعا کوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د دوی کسان تېښتوي او د وژلو وروسته یې مړي پر ډاګونو او غورځوي.

په بلوچستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې یو شمیر بلوڅ ملتپالې ډلې له پاکستاني سرکار سره لاس وګریوان دي او پر دغه صوبه د خپل واک لرلو غوښتنه کوې.
XS
SM
MD
LG