د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د جګړې پام د پاکستان پولې ته ګرځي




جنرال ډېوېډ پټرايوس چې په افغانستان کې يې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه دنده پايته رسېدونکې ده وايي، د افغانستان له جنوبه به جګړه پر ختيځو سيمو، چې له پاکستان سره پر ګډه پوله پرتې دي، متمرکزه شي، په دغو سيمو کې سخت دريځي وسلوال له القاعده شبکې او نورو وسلوالو ډلو سره نژدې اړيکې لري.

جنرال ډېوېډ پټرايوس پرون وويل، د پاکستان پولې ته نژدې د افغانستان پر ختيځو سرحدي سيمو به ځانګړي ځواکونه، استخبارات، کشفي او هوايي ځواکونه زيات شي.

پټرايوس دغه څرګندونې له اسوشېټېډ پرېس او ځينو نورو خبري اژانسونو سره په مرکه کې وکړې.

د امريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په تېرو کلونو کې زيات پام د افغانستان پر جنوبي ولايتونو کندهار او هلمند کړى، تېر کال د ٣٠ زرو تازه دمه امريکايي ځواکونو زياته برخه په دغو سيمو کې وګمارل شوه.

په داسې حال کې چې افغان چارواکي او نړيوال مرستندويان د ښه ادارې په برخه کې د پرمختګ هڅه کوي، د اسوشېټېډ پرېس اژانس زياتوي، دغه ځواکونه له سيمو څخه د وسلوالو په ايستلو کې لاسته راوړنې لري او هڅه کوي دغه سيمې وساتي.
پټرايوس وويل خو اوس د جګړې تمرکز د افغانستان پر ختيځ کېږي، چې د افغان طالبانو، القاعده، حقاني شبکې او لښکرطيبه د فعاليت او د پاکستان پولې ته څېرمه پرتې سيمې دي.



پټرايوس په خپلو خبرو کې ويلي، د اضافي امريکايي عسکرو تر وتلو وروسته به هم ٦٨ زره امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې شي، د دې تر څنګ به له ٣٠ زرو تر ٤٠ زرو پورې د نورو هېوادونو عسکر هم په دې هېواد کې دېره وي. د نوموړي په خبره د ځواکونو د کمولو پر مهال به د افغان پوليسو او اردو پر شمېر ٧٠ زره نور هم ورزيات شوى وي.

د اژانس د معلوماتو پر اساس، يوازې تېره مياشت په افغانستان کې د امريکايانو په ګډون ٦٥ بهرني سرتېري ووژل شول چې ٢٦ يې يوازې په هلمند او پنځه تنه په ګاونډ کندهار کې وژل شوي دي.

پټرايوس وويل خو اوس د جګړې تمرکز د افغانستان پر ختيځ کېږي، چې د افغان طالبانو، القاعده، حقاني شبکې او لښکرطيبه د فعاليت او د پاکستان پولې ته څېرمه پرتې سيمې دي.

امريکا پرله پسې شکايت کوي، چې پاکستان د خپلې خاورې په سرحدي سيمه کې د وسلوالو د مرکزونو په له منځه وړلو کې کافي هڅې نه کوي، راپورونه وايي وسلوال له هغه ځايه په افغانستان کې پر افغان او بهرنيو ځواکونو حملې پلانوي.

پپه وروستيو مياشتو کې له پاکستان سره د امريکا تعلقات زیات خراب شوي دي ،چې سبب یې د مې په دويمه د خیبر پښتونخوا په ايبټ اباد کې د امریکايي سمندري ځواکونو لخوا په څانګړو عملیاتو کې د اسامه بن لادن وژنه ده.

پاکستاني چارواکي هغه عملیات د دوی د ملک پر حاکميت تېری بولي.
XS
SM
MD
LG