د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي چارواکي:خبریال سلیم شهزاد د آی اېس آی په امر وژل شوی


امريکايي ورځپاڼي نيويارک ټايمز په پاکستان کي د وژل شوي خبريال سليم شهزاد په اړه يو مقاله خپره کړی چي ليکي، نوموړي د پاکستان په پوځ، استخباراتي اداره او وسله والو ډلو کي له ځينو کسانو سره رابطې جوړي کړي وې چي ده به وخت په وخت پټ مالومات ورڅخه تر لاسه کول.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، امريکايي چارواکي باور لري چي د پاکستان استخباراتي ادارې آی اېس آی د سليم شهزاد د وژلو حکم ورکړی و چا چي په پاکستاني پوځ کي د وسله والو د لار موندلو په اړه راپور خپور کړی و. ګڼ شمېر امريکايي چارواکي پر هغو استخباراتي راپورونو باور لري چي د دې خبري څرګندونه کوي چي ۴۰ کلن خبريال سليم شهزاد د آی اېس آی لخوا په وحشيانه توګه وژل شوی او بيا د ده مړی ليري غورځول شوی و خو دغه چارواکي زياتوي چي دوی به په دې اړه نور تفصيل څرګند نه کړي.

يو بل امريکايي چارواکی بيا وايي چي هره نښه دا ښيي چي سليم شهزاد د دې لپاره قصداًً و وژل شو چي دا ډول نورو پاکستانيو خبريالانو او د مدني ټولني غړو ته يو ويرونکی پېغام ولېږل شي.

بلخوا آی اېس آی د خبريال سليم شهزاد د وژني غندنه وکړه او پاکستاني رسنيو ته يې وويل چي دوی په دې کي هيڅ لاس نلري. آی اېس آی د خبريال وژنه يو بدبخته او ويرجنه پېښه وبلله او زياته يې کړه چي په دې وژنې سره بايد د هيواد امنيتي اداره بدنامه نکړل شي.

ورځپاڼه د خبريالانو د ژغورني د کمېټۍ له خولې ليکي، شهزاد په پاکستان کي د ۱۱م سپټمبر تر بريدونو وروسته ۳۷م خبريال دی چي ووژل شو. د رسنيو تر فشار وروسته د پاکستان حکومت د سپريم کورټ د يو جج په مشرۍ کي د سليم شهزاد د وژني د پلټنو په اړه يو کمېشن اعلان کړی چي لاس ته راوړي مالومات به د راتلونکي مياشتي په سر کي خپروي.

سليم شهزاد د څو کلونو راهيسي مضامين ليکل چي د پوځ او وسله والو تر منځ يې اړيکي ښودلې. نوموړی د هغه راپور تر خپرولو درې ورځي وروسته له سر ښار اسلام آباد څخه و تښتول شو چي پکي ويل شوي و چي د مي پر ۲۲مه نېټه په کراچي کي د پاکستان د سمندري پوځ پر مرکز باندي په بريد کي القاعده لاس درلودی.

د ده په وينا بريد په دې غچ کې وشو چې کله پوځ د سمندري ځواکونو لس غړي له القاعده سره د تړاو په تور ونيول. د سليم شهزاد د ملګرو له وينا سره سم نوموړي د پوځ، استخباراتي ادارې او وسله والو ډلو له غړو سره رابطې درلودې چي ځيني يې د هغه د طالب علمۍ د زمانې راهيسي وې کله چي دی په مذهبي ګوند جماعت اسلامي کي و.

ورځپاڼه زياتوي، په پاکستان کي د بشري حقونو د څار د ادارې مشر دايان حسن وايي چي شهزاد مخ کي هم د استخباراتي ادارو د چارواکو لخوا د پوښتنو ګروېږنو لپاره غوښتل شوی و. شهزاد تر وژل کېدو مخکي دايان حسن ته ويلي و چي ده ته د استخباراتي ادارو لخوا د مرګ ګواښونه کيږي. خو د نوموړي تر وژل کېدو وروسته آی اېس آی پخپل بيان کي وويل چي نوموړي ته هيڅ ډول پټ يا ښکاره ګواښونه نه دي شوي.
XS
SM
MD
LG