د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې پوځي عملیات:په زرګونه خلک بې کوره



په کورمه ايجنسۍ کي د وسله والو طالبانو پر ضد د پاکستاني پوځ له روان اپريشن څخه د دغه سيمي په زرګونو خلکو له خپلو کورونو څخه کډي کړې دي
یو عیني شاهد وايي د توپو په ډزو کې د یوې کورنۍ دوې ښځې ټپي شوېدي خو د نورو مرګ ژوبله په اړه رپوټونه نه دی راغلي


د کورمي ايجنسۍ د پوليټکل ايجنټ تر مخه د دي عملياتو له وجي شاو خوا څلور زره خلکو کډي کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو پوځي څانګي ویاند بريګېډیېر عظمت علي مشال ريډيو ته ويلي وو د دې عملياتو موخه په کرمه ايجنسۍ کي د وسله والو طالبانو پټنځايونه له مينځه وړل دي.

کورمه ايجنسۍ د افغانستان پولي ته نږدي سيمه ده چي د پاکستا ن چارواکو له مخي ځايي او بهرنۍ وسلوالې ډلې په کي شتون لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG