د لاسرسي ځای



د افغانستان د سر ښار کابل اوسیدونکي وایې، چې په دې وروستیوکې یوځل بیا د خوراکي توکوبیې لوړې شوي او د غریبانو لپاره یې پېرودل(اخیستل) ګران شوي دي.

دوی وایې چې له یوې خوا مزدوري نه پیداکیږي او له بلې خوا ګرانۍ زیاتیږي.
دوکانداران هم وایې چې دوی، د بیولوړیدا اندېښمن کړي او وایې چې خپل ګاهک یې ورنه پوښتنه کوي، چې ولې یې بیې دومره لوړې شوي او په دې ډول د دوی سودا هم راکمیږي.

یوتن دواکاندار وویل،” که بیې لوړې شي یاټیټې زه لس روپۍ ګټه کوم له دې زیاته ګټه نشم کولای نوښه داده چې بیې ارزانه شي او حکومت بازار کنټرول کړي٬٬

د افغانستان د سوداګرۍ خونې یوتن چارواکی احمد توفیق وایې چې په نړۍ کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالی ، د مالیاتو او ټكسونو زیاتوالی، د ګاونډیو سره د اړیکو خرابوالی او په لویو لارو کې د ناامنیو له امله بیې لوړې شوي.
نوموړی زیاتوي چې، سوداګرنشي کولای هېواد دننه احتکار وکړي او يا په خپل سر بيې پورته كړي.

د افغانستان د سوداګرى وزارت ویاند وحیدالله غازي خېل وایې، چې دولت په ازاد بازار کې مداخله نشي کولای خو د دې اجازه هم نه ورکوي، چې خلک بازار په خپل لاس کې واخلي او قیمتونه په خپل سرلوړ کړي او ستونزه داده چې دلته خپل تولید اوزراعت په کافي اندازه نه لرو.

غازي خېل وویل،”د افغانستان د اساسي قانون له مخې د سوداګرۍ وزارت په بازار کې د مداخلې حق نه لري ځکه دلته تولیدنشته او بل داچې په دې ورځوکې د افغانۍ بیه هم یوڅه رالویدلي ده٬٬

د اقتصادي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمداکبر وایې چې د بیولوړوالی څولاملونه لري.

د نوموړي په خبره د کابل بانک ستونزه ، د افغانستان بانک ریس تښتیدل امریکا ته او همدا راز د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبرې چې دلته اوس زیاتې پیسې مصرفوي عمده علتونه دي.

نوموړى زياتوي”د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره چې دلته زیاتې پیسې مصرفوي په اقتصاد اغېزه کوي او خلک فکرکوي چې کومکونه به ودریږي او خپل داخلي تولید هم نشته ، د کابل بانک موضوع چې(IMF) خپلې مرستې ودرولي او دافغانستان بانک ریيس استعفی په امریکا کې ټول ددې بيو لوړيدا سره تړلي موضوعات دي. ٬٬

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په وچه کې راګیراو ډېرځله اېران او پاکستان د سون ، خوراکي توکو او همدارانګه د اړتیا وړ نورو توکو د خپلې خاورې له لارې اجازه نه ورکوي او ډېرځله په زرګونو کانټیرونه د دې ګاونډیوپه خاوروکې په میاشتو میاشتوولاړوي چې، د كار پوهانو په نظر دا هم د بیو د لوړوالي باعث کیږي.
XS
SM
MD
LG