د لاسرسي ځای


نقیب الله متونوال


دافغانستان په جنوب ختیځ زون کې د بشر ي حقونو د سیمه يیز دفترچارواكي وایې، چې د قانون د نه حاکمیت له امله د نورو نا خوالو ترڅنګ د ښځو پر وړاندې تاو تریخوالی هم زیات شوی او د دوى په وينا چې په تېر ټول کال کې يې ۷ قضیې درلودې، خو د سږکال په لومړیو درو میاشتو کې ۴ د قتل قضیې لري.

څارونكي وايي،چې لا هم سيمه ايز دودونه د خلکو په ذهنونو حاکم دي او له امله يې د ښځينه وو تر څنګ نور ټولنيز حقونه هم له ګواښ سره مخامخ دي.
د افغانستان په جنوب ختیځ زون كې د بشرحقونوکمیسیون سیمه ییز دفتر وایې چې په دې زون (خوست ، پکتیا، او پکتیکا) کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شویده.

په جنوب ختیځ زون کې د بشر حقونو د سیمه يیز دفترمرستیال یوسف ملاتړ وایې، چې د قانون د نه حاکمیت له امله د نورو نا خوالو ترڅنګ د ښځو پر وړاندې تاو تریخوالی هم زیات شوی او د روان کال په تېرو دریو میاشتو کې د ځان سوځونې ، د ښځو قتل ، له کوره د ځوانو نجونو تیښته، په بدو کې د نجونو ورکړه هغه څه دي چې د ښځوپروړاندې تاوتریخوالی ښیې.

د نوموړي په خبره په تېرټول کال کې دوی ۷ قضیې درلودې، خو د سږکال په لومړیو درو میاشتوکې ۴ د قتل قضیې لري.

یوسف ملاتړ وایې چې ښایې داقضیې نورې هم زیاتې شي او په خبره یې چې د دولت لخوا په عدلي اوقضایې ارګانونوکې د مجرمینو د دوسیو تر پایه نه څېړل او دعفوی په فرمانونو د مجرمانو خلاصول دي.

د جنوب ختیځ زون د بشرحقونو د کمیسیون د سیمه يیز دفتر مرستیال یوسف ملاتړزياتوي، چې په سیمه کې د حاکمو دودونو رواجونو، د پوهنې او تعلیم د کچې ټیټوالی او د قانون او حقوقوڅخه بې خبري د دې پېښو د زیاتوالي اصلي علت دی.

تېرکال ولسمشرکرزي د هېواد ښځوته په وینا کې پر د یني عالمانو او قومي مشرانو غږ وکړ چې د ښځو پر وړاندې له تاو تریخوالي لاس واخلي.

خو د چاروکارپوهان وایې ترڅو چې د ښځولپاره د ګټورو اقتصادي کارونوموقع نه وي برابرې شوي او هم له تعلیم اومعلوماتو څخه د خلکو لیروالی به د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي د پېښولوی لامل وي.
XS
SM
MD
LG