د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دیکتاتور ګوښه کول به دهغه واک کمزورۍ کړي



ژباړه: فرخنده وزیر


برتانوي ورځپاڼه فایننشل ټایمز لیکي، د نړۍ ځینی هیوادونه غواړي د لیبیا مسله د خبرو له لارې هواره کړي، خو د لیبیا ولس بیا واېي، دوي تیار نه دي، چې نړۍ قذافي ته بښنه ورکړي.

په فایننشل ټایمز کې ډیوډ ګارډنر لیکي، په روانه اونۍ کې نړیوال جناېي عدالت د معمر قذافي او د هغه د زامنو سیف الاسلام او عبدلله، او د قذافي د استخباراتو د مشر خلاف د ګرفتارۍ وارنټ خپور کړ. په دغه وارنټ کې لیکل شوي ، قذافي د خپلو خلکو پرضد عملیات کړي او په جنګي جرمونو ککړ دی.

د لیبیا د مسلې په اړه ځیني سفارتکار او څیړونکي دا نظر لري، که چرې دوی د لیبیا مسله هواره نه کړه، نو کیدای شي، دغه نوره هم سنګینه شي، او بیا د قذافي سره د خبرو د لاري د روانو شخړو هوارول هم څه ګټه ونه کړي.

لیکوا واېي، دا دومره اسانه نه ده چې زر هواره شي. د ناروی د بهرنو چارو وزیر جوناس ګیخ ستوزغې واېي، باید نړیواله ټولنه قذافي وبښي، او کیدای شي، له دغې سره د لیبیا مسله هم د خبرو د لارې هواره شي، او دوي یو څه نتیجې ته ورسي.
په اوسلو کې د امن لپاره د خبرو په یوه غونډه کې چې مشري ېي ګیخ ستوزغې کوله، زیاترو پکې وویل، د عرب حکمرانانو سره باید خبرې ونشي.

د لیبیا د بشري حقونو یو مبارز واېي، ټولو ته پته ده، چې اوس دا ممکنه نه ده، د قذافي سره خبرې وشي، او زیاتوي دا دوي ته قبوله نه ده ، چې قذافی ته بښنه ورکړي، دا اوس د لیبیا ولس نشي زغملی.

ورځپاڼه د جنوبي افریقې د یو چارواکې د خولې لیکي، دوی د قذافي نمایندګانو سره په میز خبرو ته کیناستی شي، خو د قذافي سره نه، او زیاتوي دا یوه مهمه پوښتنه ده ، چې ایا قذافي خلک د لیبیا یو قانوني مشر ګڼي او که نه، که دوي د لیبیا د ولس له نظره وګوري ، نو د قذافی په موجودګۍ کې امن نشي راتلی.

لیکوال ډیوډ ګارډنر واېي ، د شام او لیبیا ولسمشرانو نه اوس دا تمه لرل ګرانه ده ، چې دوي به په خپلو هیوادونو کې د خلکو په خوښه بدلونونه راولي، او وړاندې لیکي، که چرې د افغانستان شخړې ته وکتلی شي، چرته چې د طالبانو سره د خبرو عمل روان دې، چې مقصد ېي د افغانستان د جنګ یوه سیاسي لاره راویستل دي، ډیر کم امکانات دي، دغه خبرې یوې نتیجې ته ورسي.

د اوسلو په غونډه کې دوسلوالو طالبانو نمایندګانو دریز ښکاره نه وو، چې دوي څه غواړي، او غوښتنه ېي دا وه ټولې جهادي ډلې دی د کوټې شورا ومني، چې مشري ېي ملا عمر کوي.

لیکوال واېي، پوښتنه دا ده، واشنګټن به دې ته غاړه کیږدي ، چې د حقاني اورپکې ډلې سره خبرې پیل کړي ، چې په ۲۰۰۹ کال کې ېی د افغانستان په خوست ولایت کې د سي اېي ای ۷ کسان وژلي وو، او زیاتوي د لیبیا او د شام د مسلې یو حل دا هم دې، چې د دغه هیوادونو حکمرانان د نړۍ نه جدا کړل شي ، او په دې لړ کې د نړیوال جناېي عدالت په رنګ ادارې مهم رول لوبولی شي.

لیکوال د یو عرب چارواکي د خولې لیکي، راځۍ چې اول د لیبیا مسله هواره کړو، نو بشر ال اسد به پخپله پوه شي، چې اوس د ده وار دی.
XS
SM
MD
LG