د لاسرسي ځای

تازه خبر

که د بلوچستان ملتپالي یوموټي وايي ډېره ګټه به یې کړې واي.ډاکټر مالک بلوڅ


خدای نورناصر

په کوټه کي بلوڅ ملت پال نیشنل ګوندمشرانوداتلسم بدلون په حق کي خبري کنفرانس کړی. او ویلي يې دي، که په صوبائي حکومت کي څه اهلیت وي، نو ډيری محرومۍ ختمېدلی شي.

دبلوڅ ملتپال نیشنل ګوندمشرانو په کوټه پریس کلب کي په يوه خبري غونډه کي د پاکستان په آیین کې اتلسم ترمیم يو مهم او لوی کار وباله. او زیاتوي کیدای شي، له دې سره به دبلوچستان داوسېدونکو ۶۰ کلنه محرومي ختمه شي. دنیشنل ګوند مرکزي صدرډاکټرمالک بلوڅ په خبري غونډه کي وویل،" که چيري دبلوچستان ټول ملتپال په يوه ځاي وای بیاموږته د ډېر څه ملاوېدلو امکان وو. زه تاسوته په ښکاره وایم چي دا بیا زموږ بدمرغي وه، چي موږ سره بیل وو. اوهر يوګوندپه خپله لار روان وو٬٬

دډاکټرمالک بلوڅ وویل سره له دې چي د اتلسم ترمیم له لاري پښتنوته دپښټونخواپه نامه ځان ته نوم ورکړل شو، خودده په ویناځيني نور داسي څه وو، چي دوي يې غوښتنه کړې وه، خو ورنه کړل شوو.

هغه زیاتوي،" زه به له دې سره داهم ذکروکړم چي په کوم څه کي موږ ناکامه شوو، هغه دا وو چي موږ ویل پاکستان دډيرو قامونو يوریاست دی، چي په کې بلوڅ، پښتانه، سندهي پنجابي او سرايئکي بحیثیت ې قام دلته اوسي. نوځکه دوي او ددوي ژبوته دي قانوني تحفظ ورکړل شي، خوموږ په دې کي کامیاب نه شو٬٬

دنیشنل ګوندصدر په خبري غونډه کي زیاته کړه، د اتلسم ترمیم له مخې اوس هره صوبه کولی شي، چي له نورو هیوادونو قرضه واخلي. دده په خبره که څه هم له دې سره ټولوصوبوته ګټه رسیږي، خوبلوچستان چي دده په وینا يوه غریبه صوبه ده، زیاتي ګټي لاس ته راوړلی شي.صوبې دخپلو پرووژولپاره په يوه مخصوصه ځای کې له بهرنیو مرسته غوښتی شي. مخکي به مرکزي ته موږ په دې لړکي محتاجه وو، خواوس صوبه پخپله قرضه اخیستلی شي٬٬


په دې برسیره د پاکستان وزیراعظم ګیلاني بیاپه دسرکاي ټيلویزیون په يوه خپرونه کي هم دا يومهم کار وباله . او زیاته يې کړه که څلوېښت کاله له مخه په همدې اتلسم بدلون عمل شوی وای. مشرقي پاکستان به بیل شوی نه وو..

له ۶۳کالو څخه دا دصوبو يوه لویه غوښتنه وه، چي صوبو ته دي خودمختاري ورکړل شي. لاکن دلته خلک بحثونه کوي چي دصوبايي خودمختاري خلکوته څه ګټه رسي. زه هغوي ته دا وایم چي که څلوېښت کاله له مخه صوبوته صوبايي خودمختاري ورکړل شوې وای نو مشرقي پاکستان به له موږ څخه بیل شوی نه وای.
XS
SM
MD
LG