د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمول خطره لري



د امریکا ریپبلیکن ګوند یوه مخکښ سنېټر پرون له افغانستانه د امریکایي عسکرو د ایستلو په اړه د ولسمشر باراک اوباما پر پلان انتقاد وکړ او ویې ویل چې په دې هېواد کې د سرتېرو کمول به خطرونه رامنځ ته کړي.

د ولسمشر اوباما له پلان سره سم په روان کال کې لس زره او د راتلونکي میلادي کال تر دوبي پورې نور ۲۳ زره عسکر له افغانستانه ایستل کیږي.

سنېټر جان مک کین چې له دوو نورو سنېټر انو سره افغانستان ته تللی، په کابل کې له امریکایي سي این این ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، د امریکا د پوځ هیڅ یوه قومندان هم د دومره ځواکونو د کمولو سپارښتنه نه وه کړې او د اوباما اداره د عسکرو په ایستلو سره بې ځایه خطرونه رامنځ ته کوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د پلي سمندري ځواکونو جنرال جان الین چې د اوباما امرباید پرځای کړي او له افغانستانه عسکر وباسي د عسکرو د ایستلو مهال ویش بیړنی بللی چې پوځ یي تصورنه کاوه.

جان الن چې په افغانستان کې د جنرال ډیویډ پېټریایس پرځای د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان ټاکل شوی، د افغانستان د جګړې د بریالیتوب په اړه په احتیاط نظر څرګند کړی او ویلي یې دي چې د دغې جګړې ګټل د متحدینو د زیاتې مرستې او د افغانستان په حکومت کې د اداري فساد د کموالي په ګډون په ډیرو برخو کې په نوېو پرمختګونو پورې تړلي دي.

د بارک اوباما ادارې په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان جنوبي او نورو خطرناکو سیمو ته د طالبانو په وړاندې د جګړې د پیاوړی کېدو لپاره نور له دیرش زرو څخه زیات عسکر استولي چې دغه سیمې له طالبانو پاکې او حکومتي ادارې په کې پیاوړي کړي.

د فرانس پریس اژانس په وینا په داسې حال کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر پیلیږي چې امریکایي چارواکو په روان دوبي کې د وسله والو طالبانو له خوا د حملو د زیاتوالي اټکل کړی دی.

ریپلیکن سنېټر جان مک کین چې په ۲۰۰۸ کال کې د ولسمشری په انتخاباتو کې د بارک اوباما په وړاندې کاندید وو او اوس د امریکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې غړی هم دی وایي، د اوباما اداره له دې هېواده د عسکرو په ایستلو سره هغه پرمختګونه له خطر سره مخامخوي چې په دې هېواد کې په دې وروستیو کې د پوځي او ملکي هلو ځلو په نتیجه کې ترلاسه شوي دي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز اېډمیرل مایک مولن او په افغانستان کې د امریکایي او نېټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پېټریایس هم له افغانستانه د عسکرو د ایستلو مهال ویش بیړنی بللی او وایي دوي د دغسې یوه پلان سپارښتنه نه وه کړې.

له مک کین سره افغانستان ته په دې سفر کې دوه نور ریپلیکن سنېټر ان لینډسي ګراهام او جوی لیبرمن هم ملګري دي.

ګراهام وویل، د هېواد په ځینو برخو کې یو څه پرمختګونه شوي خو خبرداری یې ورکړ چې تر اوسه د دې خطرشته چې دغه پر مختګونه بیرته له لاسه ووځي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما له افغانستانه د عسکرو د ایستلو د اعلان په مهال وویل، چې هغو اضافي دیرش زره عسکرو چې ده یې په ۲۰۰۹ کال کې افغانستان ته د استولو پریکړه کړې وه، په پوځي برخه کې تر ډیره خپل اهداف لاس ته راوړي دي، خو یو شمېر نور بیا وایي چې د اوباما پریکړه پر سیاسي انګیزې ولاړه ده ځکه د راتلونکي میلادي کال په دوبي کې له افغانستانه د ۲۳ زره عسکرو له ایستلو سره سم نوموړی د ۲۰۱۲ کال د ولسمشری د انتخاباتو په لومړنۍ مناظره کې برخه اخلي.

په واشنګټن کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره چې له پیله یې نژدې لس کاله وځي او د امریکایانو ملاتړ ترې ډير کم شوی، د یوې حل لارې د موندلو په اړه بحثونه په داسې حال کې تاوده شوي چې له پاکستان سره چې د ترهګری پر وړاندې جګړه کې د امریکا مهم متحد ګڼل کیږي، د واشنګټن اړیکې ډيرې خرابې شوي دي.

ویل کیږي د طالبانو زیاتره مشران په پاکستان کې اوسي او دا هېواد هم له وسله والو ډلو څخه په سیمه ییزه سطحه د خپل قدرت لپاره د یوی وسیلې په توګه کار اخلي او په دې توګه د یوه پرامنه حل د موندلو په برخه کې د لویدیځ هڅې پیچلې کوي.

ریپلیکن سنېټر لیندسي ګراهام دغه راز وویل، تر هغو پورې چې پاکستان په دې برخه کې مرسته ونه کړي، سولې ته رسیدل به له ستونزو ډک وي.

هغه وویل، د امریکا د سنېټر انو په حیث دا زموږ دنده ده چې د پاکستان پوځ ته وواېو تاسو باید خپل دوست غوره کړی.

تاسو دې ته اړتیا لری چې انتخاب وکړی، څوک مو دوست او څوک مو دښمن وو.
XS
SM
MD
LG