د لاسرسي ځای

په مصر کې چاودنه


مصري چارواکي وايي اسراییلو او اردن ته تلونکي د ګیس پر یوه پایپ لاین برید شوی دی.

تر اوسه په سمدستي ډول، د خلکو د ژوبلېدو خبر نه دی راغلی. چارواکي وايي چاودنه د العريش په سیمه کې شوې ده. دا وړوکی ښار د مصر او اسراییلو تر پولې ۵۰ کېلو میټره لرې دی. په مصر کې د ولسمشر حسني مبارک تر لرې کولو وروسته پر مهمو پایپلاینونو دا درېیم برید دی. حسني مبارک په فبرورۍ کې له خپلې دندې استعفا ورکړه. د چاودنې پړه تر اوسه چا نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG