د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستانیوبریدونو پر ضد د ننګرهاریانو احتجاج




بازمحمد عابد مشال ریډیو جلال اباد

په ننګرهار کې میشت قومونو د شنبې یا خالی په ورځ په احتجاجیه غونډه کې د ننګرهار په سرحدي سیمو د پاکستاني پوځونو د توغوندیو بریدونه په سختو ټکو وغندل.

دا غونډه چې د ننګرهار د قومونو او قبایلو ریاست په تالار کې جوړه شوې وه، د ننګرهار د بیلابیلو قومونو مشرانو، عالمانو او دولتي چارواکو په کې ګډون کړی و.

د کامې ولسوالۍ قومي مشر امان الله خان وویل ، که حکومت د خپلو خلکو دفاع نه شي کولای خلک خلک حاضر دي چې خپله دفاع وکړي، زموږ په وطن، زموږ په ولس او زموږ په خاوره دا یو زیاتی دی، ظلم دی، تېری دی. د وطن مثال د مور او پلار دی او موږ د وطن د دفاع په لار کې هر وخت قربانې ته تیار یو. او څوک چې د خپل وطن دفاع ونه کړي هغه هیڅ افغان نه دی٬٬

د ننګرهار د لعل پورې ولسوالۍ قومي مشر درویش لالپوروال وويل، د افغانستان د دولت دریځ لږ ورو روان دی، تر اوسه پورې هیڅ دوی ونه کړل. باید سوک ته یې د سوک ځواب ورکړی وای، ډز ته یې د ډز ځواب ورکړی وی او مزاییل ته یې د مزاییل ځواب ورکړی وی. دغه بریدونه چې زما په ماشوم، زما په کونډه، زما په خاوره، زما په دیوال او زما په ښوونځي کیږي، هغه که د هر دولت له لوري وي هغه موږ غندو.٬٬

د غونډې په پاې کې یو پریکړه لیک هم خپور شو :

۱- موږ د ننګرهار میشته قومونه د پاکستان د پوځ دغه ناوړه بریدونه په کلکه غندو.

۲- موږ د ننګرهار ولسونه د خپل مرکزي حکومت نه غواړو چې څومره ژر کیدي شي د پاکستان له لوري د توغوندیو دغه بریدونه بند کړي او له پاکستان سره دغه ستونزه حل کړي.

۳- نړیواله ټولنه چې د بون تړون په اساس د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه په غاړه لري، په کلکه غوښتنه کوو، چې په دې برخه کې لاسوهنه وکړي او د پاکستان بریدونه د افغانستان په سرحدونو بند کړي.

۴- که دولت او نړیواله ټولنه ژر تر ژر د دې ستونزې د حل له پاره اقدام ونه کړي، نو د ننګرهار ولسونه به خپل سر د خپلې خاورې په کلکه دفاع وکړي.

د ننګرهار سیمه ایزو مشرانو د سرحدي لوا قوماندان جنرال امین الله امرخیل ستاینه وکړه چې د خپلې خاورې د دفاع په لار کې یې له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

جنرال امرخیل هم په غونډه کې موجود و او ویې ویل چې دی اوس هم په خپل دریځ ولاړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار والي ګل اغا اشیرزي په ننګرهار کې له افغان قونلسګري غوښتي چې په افغان خاوره دې د توغوندیو بریدونه بند کړي
XS
SM
MD
LG