د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا د مچلغو بند جوړولو پرانستنه وشوه


تېره اونۍ د افغانستان په پكتيا ولايت كې د مچلغو بند د جوړېدو چارې د ولايتي چارواكو او د اوبو او برېښنا وزارت د پلاوي له خوا پيل شوې.
د مچلغو د بريښنا يا بجلۍ دا بند د اسيايي بانك لخوا د ۳۲ ميليونه امريكايي ډالرو په لګښت جوړيږي، چې د چارواكو په وينا كار به يې په دريو كلونو كې بشپړ او د ۸۰۰ كيلو واټه بريښنا يا بجلۍ د توليد او اتلس زره هكټاره ځمكې خړوبولو ظرفيت به ولري.

دغه بند، چې له كلونو راهيسې يې خلكو جوړېدو ته انتظار اېسته، د كار په پيلېدو سره يې خلکو د جوړېدو پر مهال د هر ډول امنيتي مرستې ژمنې وكړې.

د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال انجينر شجاع الدين ضيايي وويل، چې د بند د جوړېدو په چارو كې د ځنډ له امله د سيمې له خلكو بښنه غواړي، خو هيله يې وښوده چې په جوړېدو سره به يې ټولې سيمې ته نيكمرغي ورسېږي.
ښاغلي ضيايي زياته كړه، چې پر دې بند څه باندې ۳۲ مليونه امريكايي ډالر لګښت راځي، چې د اسيايي بانك له خوا وركول كيږي او د جوړېدو چارې به يې په راتلونكو دريو كلونو كې بشپړې شي.

ضيايي وويل، دغه بند به د ۸۰۰ كيلو واټه برېښنا د توليد ظرفيت ولري او همدا ډول به د ۱۸ زره هكټاره ځمكې د خړوبولو توان هم ولري، چې په جوړېدو سره به يې د دې سيمې ډېرو ځمكو ته پرېمانه اوبه ورسېږي٬٬

همدا ډول د سيمې اوسېدونكو او قومي مشرانو د بند د جوړېدو له امله د خوښي تر څنګ له حكومت غوښتنه وكړه، چې د بند جوړېدو پر مهال دې خپل مسووليت ادا كړي او د بند د كارونو له كيفيت دې، كلكه او دوامداره څارنه وكړي.

دوى د پكتيا والي ته دا ډاډ او ژمنه وركړه، چې د بند د جوړېدو پر مهال به د سلګونه قومي اربكيو له خوا د بند او ټولو كاركوونكو امنيت نيسي او هيڅوك به پرېنږدي، چې دوى ته زيان ورسوي.
د پكتيا والي جمعه خان همدرد، چې له ياد پلاوي سره ملتيا كوله، وويل چې د مچلغو بند ابتدايي سروې شوې او د جوړيدو كارونه به يې هم پيل شي.

نوموړي وويل، چې بند به په نږدې پنځوس جريبه ځمكه كې جوړېږي او د سيمې سلګونه خلكو ته به په كې د كار زمينه برابره شي.
همدرد د سيمې له مخورو هم له دې امله مننه وكړه، چې د بند د ابتدايي كارونو پر مهال يې له ټولو تخنيكي ټيمونو او جوړوونكي شركت سره مرسته كړې.

د مچلغو بند د مركز ګردېز په شمال ختيځه خوا كې په نږدې ۴۰ كيلومتره فاصله كې د احمد ابا په ولسوالۍ كې دى، چې د مسوولينو په وينا، دا بند به د ٥٢،٥ مليون متر مکعب اوبو ظرفيت ولري او ويل كېږي چې د جنوب ختيځ زون په كچه به تر ټولو لوى بند وي او د جوړېدو چارې به يې د ګلف په نوم يو ساختماني شركت لخوا ترسره كيږي.

په سيمه كې د نظر خاوندان په دې اند دي، چې د مچلغو بند په جوړېدو سره به نه يوازې خلكو ته برېښنا ورسېږي، بلكې تر څنګ به يې د دغې سيمې په كرنيز نظام كې هم پرمختګ را شي او هغه زرګونه جريبه ځمكو ته به اوبه ورسېږي، چې له بند نه په ښكته خوا كې تر دې مهاله شاړې پرتې دي.
که څه هم د مچلغو بند په جوړېدو سره به د پکتیا ولایت ډېرې سیمې له برېښنا او اوبو برخمنې شي، خو په عین وخت کې د جنوب ختیځ زون په نورو دوو ولایتونو خوست او پکتیکا کې هم د اوبو او برېښنا بندونو ته شدیده اړتیا ده.

د خوست ولایت د متون اړوند د سرکۍ تیږې او د پکتیکا د مرکز ښرنې اړوند د پالتو بند، هغه پراختیایي پروژې دي چې د دواد خان د واکمنۍ پر مهال يې مقدماتي کارونه شوي وو او له هغه راوروسته نظامونو یې هم د جوړولو هڅې کړې وې، خو تر دې مهاله نيمګړي پاتې دي.

د دې ولایتونو خلک هم د یادو او نورو بندونو په جوړولو کې د برېښنا وزارت مرسته او پاملرنه غواړي او هیله ښيي، چې په جوړېدو سره به يې په سیمه کې کرنه او صنعت وده وکړي او ورسره يو ځای به د خلکو په ژوند کې هم چټک بدلون راشي.
XS
SM
MD
LG