د لاسرسي ځای

هند,پاکستان او افغانستان د خطرناکو پولو هیوادونه



په فارن پالیسي مجله کې فیلیپ واکر د هغه څو هیوادونو پولو ته کتنه کړې چې له یو بل سره شریک سرحدونه لري ، او د هغه په خبره خطرناکې پولې دي. په دې کې د پاکستان او هند او پاکستان او افغانستان ذکر شوې دې.

د پاکستان او هند تر مینځ د پولې ذکر کولو سره لیکوال ليکي ، که څه هم د څو کلونو نه په کشمیر کې د لویې کچې جګړه په آرامه شوې ده خو اوس هم د دواړو هیوادونو په سرحدونو د مخالف خواو سرتيري وخت په وخت په یو بل ډزې کوي.

د دواړو ملکونو تر مینځ د ۲۰۰۴م او ۲۰۰۷م کال پټو خبرو د کشمیر مسله حل کولو ته یوه ډانچه جوړه کړه خو دغه خبرې هغه وخت د ځنډ ښکار شوې کله چې په ۲۰۰۸م کال کې د لشکر طیبه تره ګرې ډلې لخوا د ممبۍ تره ګري پيښې مخې ته راغلې.

د لیکوال په خبره دغه خطره اوس وخت په وخت په زیاتېدو ده. پاکستان د هند نه ځان بچ ساتلو لپاره لوړې دفاعي خرچې کوي. د دې هیواد پوځ چې د دنیا په لویو پوځونو کې په اووم نمبر راځي ، د ولس د پیسو شپږو کې یوه حصه په دفاع خرچ کوي.

په اپریل کې پاکستان اعلان کړی و چې د یو نوي میزایل تجربه یې کړې کوم چې ټينکونه په نښه کوي. د لیکوال په خبره د هند او پاکستان تر مینځ په پوله دې بریدونو کې د زیاتوالي خطر پیدا شوې. چې اول به پکې د پخواني وسلو استعمال کېدلو.

بلخوا فیلیپ واکر پاک افغان پوله یادوي او ليکي چې په افغانستان کې د امریکای حملې وروسته په دغه سیمه کې د تشدد پيښې زیاتې شوي دي. او دغه پولې د اورپکو ډلو پټن ځایونه جوړ شوي دي چې د امریکایی ځواکونو او د پاکستان د ریاست پر ضد جګړه کوي.

لیکوال زیاتوي د امریکایی صدر باراک اوباما انتظامیې په دغه سرحدي سیمه کې د القاعده سره تړلې ډلو باندې ډرون بریدونه زیات کړي دي. د نیو امریکا فاونډیشن د رپورټ تر مخه د ۲۰۰۴م کال راهیسې د ۲۳م جون پورې تر اوسه ۲۵۳ ډرون بریدونه شوي دي.

لیکوال ليکي د مۍ ۲۰۰۷ م کال راهیسې د پاکستان او افغانستان امنيتي ځواکونو تر مینځ نښتې شورو شوي چې یوه لویه مسله ده. او زیاتوي په دې کې د دواړو خواو سرتيري وژل کیږي. په ۲۰م مۍ د پاکستاني ځواکونو لخوا په مهمندو کې د اورپکو پر ضد وروستي برید نه پس ځيني اروپکې ډلې د افغانستان مشرقي برخې ته واوړیدل.

افغانستان په پاکستان تور لګولې چې د دوي په کلیو یی بمباري کړې. لیکوال ليکي دواړه ملکونه د اورپکو پر ضد موثر ګامونه نه اخیستلو په ترڅ کې په یو بل تورونه لګوي. د لیکوال په خبره په سیمه کې روان تشدد په داسې حال کې واشنګټن ته مشکلات پیدا کوي چې امریکا له افغانستانه د امریکایی سرتیرو د ویستلو تیاری کوي.

بل لورې په انټرنیشنل هیرالډ ټریبیون کې ګايډن روز په یوه مقاله کې لیکلي که څه هم صدر باراک اوباما د افغانستان نه د پوځیانو د ویستلو د پلان اعلانولو سره خپله ژمنه پوره کړه خو داسې امکان کم دی چې د هغه دا سټریټیجي به کامیابه وي.

د لیکوال په خبره د امریکا پوځي برخه د فیصلې په اړه نا آرامه ده ځکه چې دا یې غوښتل د طالبانو په مقابله کې تر لاسه شوې ګټې خوندي و ساتل شي او پوځیان دې په آرامه و ویستل شي، بل خوا د امریکا د حکومت ولسي برخې غوښتل چې د اسامه بن لادن د وژل کېدلو وروسته دا یوه ډېره ښه موقع وه چې امریکا له دې هیواده ووځي.

لیکوال د افغان جګړې پرتله له ویت نام سره کوي او ليکي چې بارک اوباما د هغه وخت امریکایی صدر رچرډ نیکسن د وخت په شان د واټر ګېټ سکینډل سره نه دی مخامخ او نه یی په کانګریس کې د جګړې خلاف د هغه هومره خوښي ده. او نه یی ورسره ورسره په مخالفینو کې د هغه هومره وړتیا یا ملاتړ شته څنګه چې د ویت نام په شمالي برخه کې موجوده وه.

د لیکوال په خبره په ویت نام کې د هغه وخت امریکایی صدر رچرډ نیکسن او د هغه امنيتي سلاکار هینري کسنجر د جګړې نه امریکا لرې کړه په داسې حال کې چې د ځایي جنګیالو جګړه دوام لرله، د اوباما انتظامېې ته پکار ده چې په افغانستان کې دې هم داسې وکړي، خو د هغې سره سره دې داسې پلان ولري چې د پوځیانو واپس کورونو ته لیږل په ناکامۍ کې بدل نه شي.
XS
SM
MD
LG