د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شانګله کې پر پولیس چوکۍ برید څلور پولیس وژل شوي


د شانګلې پولیس وایي، تېره شپه نا معلومه وسله والو د شانګلې مرکز الپورې سره نیږدې د سړک په غاړه د پولیسو په چیک پوسټ برید کړې دې.

دغه برید چې د کروړي په سیمه کې مخې ته راغلې پکې یو تاڼه دار او درې پولیس وژل شوي دي. او یو کس ژوبل دی.

د دغه پیښې په اړه د سیمې پولیس تاڼې چارواکی دل آرام خان مشال ریډيو ته وویل،چې د پيښې وروسته ځايي پولیسو او د پاکستان پوځ دغه سیمه په خپله ولکه کې اخیستې ده. او د ککړو کسانو پر ضد یې تحقیقاتي عملیات شورو کړي دي .

سوات چې د دې نه مخکې د څه مودې لپاره د طالبانو په واک کې وه ،پر ضد پکې د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ م کال کې پوځي عملیات کړي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG