د لاسرسي ځای

امریکايي پوځ د افغانستان شمال خوندي لاره بولي




امریکایی پوځ له مرکزي اسیا نه د افغانستان د جګړې لپاره د سامان وړلو لپاره لار پراخوي.

دا کار له دې ویرې ترسره کیږي چی د امریکا او پاکستان تر مینځ کړکیچن اړيکې د پاکستان له لارې افغانستان ته د اکمالاتو رسد خطرناکه کېدای شي.

په پاکستان کې په بیا بیا په افغانستان کې مېشت نړیوالو ځواکونو لپاره پر مال وړونکو ګاډو بریدونه کېږي چې تر اوسه پکې په سلګونه لاریو او کنټېرونو ته تاوانونه رسېدلې او د ګڼو خلکو په ګډون په لسګونه ګاډی چلونکي وژل شوي دي.

د واشنګتن پوست ورځپانې په یو رپوټ کې چې نن خپورشوی د پنتاګون د یو چارواکي له خولې چی نوم یی ندې اخستل شوې راغلي چې په ۲۰۰۹م کال کې ۹۰ په سلو کی خپل پوځي سامان آلات د پاکستان له کراچۍ بندر ځخه افغانستان ته ورتیر کړی دی خو اوس د بهرنیو ځواکونو ۴۰ سامان د افغانستان له شمال څخه د منځنۍ اسییا له لارې وړل کېږي .

د امریکا حکومت د مرکزي اسیا له هیوادونو قزاقستان ، ازبکستان او نورو سره په دی اړه خبرې کوي چې د ددغه ملکونو له لارې د خپلو سامانونو د راوړلو اجازت ترلاسه کړي.

داوخت په افغانستان کې تریونیم لکو بهرني ځواکونه دي چی نهه نوي زره پکې امریکایان دي.

XS
SM
MD
LG