د لاسرسي ځای

دبلوچستان حکومت هغه عدالتي رپوټ جاري کړی، چي دخروټ اباد دپېښي په اړه عدالتي ټریبوینل څو ورځي مخکي دوي ته سپارلی وو.
په دې عدالتي رپوټ کي ویل شوي وژل شوي پنځه واړه چیچنایان روزل شوي ترهګر وو، خو په هغه وخت کي چي ووژل شوو، هیڅ قسم وسله ورسره نه وه.
د مشال ریډیو خبریال خدای نورناصر وايي ، عدالتي رپورټ دپولیسواو ملیشه ځواکونو څلور سرتیري دهغوی د وژني ذمه واره بللي. او سپارښتنه يې کړی چي څلور واړو ته دي له قانون سره سم سزاورکړل شي.
په دې لا د پولیسو او ملیشو ځواکونو څه غبرګون مخی ته نه دی راغلې
په خروټ اباد کی په ورستیو کې پنځه چیچنایان د وسلوالو په تور د امنیتی ځواکونو له خوا وژل شوي و چې پکې یوه ښځه هم شامله وه.
XS
SM
MD
LG