د لاسرسي ځای


ژباړه:اسرارعالم مهمند


په وال سټريټ ژورنال کې ليکوال جان اوسليمن د امريکايي چارواکو له خولې ليکي چي په دې ورستيو مياشتو کي د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکو په افغانستان او عراق کي خپلو حمایتي ډلو ته نوې وژونکې وسلې ورکړېدي، چې د دوی په خبره موخه يي له دغه هيوادونو څخه د امريکايي ځواکونو ويستل ګړندي کول دي.

د امريکا د دفاع چارواکي وايي د ايران لخوا په عراق کې د دوی حمایتي ملېشو ته پرمختللي توغندي قاچاق شوي چې له امله یې د وړاندې امریکايي ځواکونو ته مرګونه رسولي،او په افغانستان کې یې هم طالبانو ته توغندي ورکړي چې په لرې واټن کې له خوندي سنګره امریکايي او او نور ایتلافي سنګرونه په نښه کولای شي.


مقاله ليکونکي وايي د ايران لخوا دي ګام سره کيدای شي په منځني ختيز کي د سپيني ماڼۍ او تهران ترمنځ پټه سيالي تنده شي ، امريکا دا مهال په خپلو اوږدمهاله ملګرو هيوادونو لکه تيونس او بحرين کي د راپورته شوي پاڅون وروسته په هلو ځلو کي بوخته ده او غواړي چي دغلته کي ثبات راشي او هم په عراق او افغانستان کي د دوی ملګري حکومتونه کامياب شي.خو ايران په دي حالاتو کي په خپله سياسي ګټه باندي نظر دي او غواړي چي څومره زر کيدي شي امريکا په بد حال کي خپل پوځونه وباسي.

ورځپاڼه په عراق کي د امريکايي ځواکونو ديو لوړ پوړي وياند له خولې ليکي د هغه په فکر څومره چي د هغوی د وتلو نيټه رانيږدي کيږي هغومره د ايران حمایتي ملېشو ډلو لخوا په هغوی بريدونه زياتيږي.

د جون په مياشت کي په عراق کي ۱۵ امريکايي پوځيان وژل شو ه چي په تيروڅه باندې دوو کلونو کې تر ټولو زياته شميره ده،امريکايي پوځي چارواکي ددې ټولو بريدونو پړه په شيعه ډلو اچوي ، کومو ته چي د القاعده يا بلي سني ډلي لخوا نه بلکي د ايران انقلابي ساتونکي روزنه ورکوي.

په مقاله کي راغلي چي په دي روستيو مياشتو کي د افغانستان وسله والو طالبانو سره داسي وسله لیدل شوې چي په ايران کي جوړه شوي.

د امريکا د دفاع وزارات دا انديښنې هم ښودلي چي په خليجې فارس کي د ايران لخوا مخ په زياتيدو پوځي هلي ځلي جنګ رامنځ کولي شي.

مقاله کي راغلي د ايران د بهرنو چارو تګلاره د دوه طاقتونو يانې د ولسمشر محمود احمدي نژاد او د ايران روحاني مشر آيت الله خامینايي ترمنځ راغلې .

د امريکا او يورپ چارواکي وايي ايران هڅه کوي چي په منځني ختيز ا و شمالي افريقايي هيوادونو کي راپورته شوی سياسي پاڅون ترخپل اغيز لاندي راولي.

په ايران تورونه دي چي په شام کي د راپورته شوي سياسي پاڅون د غلي کولو لپاره يې د دغه هيواد ولسمشر بشارالاسد ته خپل پوځي سلاکار ليږلي وو.

د امريکايي چارواکو له مخي مصر،بحرين او نور داسي هيوادونه چرته چې امريکا تر فشار لاندې راتلای شي ايران پکي خپلي استخباراتي او د پروپګنډې خورولو هلي ځلي تندي کړي.
بلخوا ايران دا تورونه رد کړي چي ګني د دوي انقلابي ساتونکو په عراق او افغانستان کي اورپکو ډلو ته وسله ورکوي.

ايران ادعا کوی چې د امريکا لخوا د دي تورونو موخه په سيمه کي خپل پوځي شتوالي ته دوام ورکول دي.

ورځپاڼه د ايراني چارواکو له خولې ليکي چي امريکا او اسرايل د ايران په داخلي چارو کې ګوتي وهي خو امريکا او اسرایيل بيا دا تورونه رد کړي دي.

ورځپاڼه زياتوي چې په دې وروستيو کي ايران د افغانستان ،عراق او پاکستان ولسمشران تهران ته رابللي وو. د ولسمشرانو دې غونډې ته د ايرن لوړ پوړو چارواکو دا خبره په ډاګه کړې چي له سيمي څخه د امريکايي ځواکونو ويستل چټک کړی شي.

امريکايان په دې عقيده دي چي د عراق په پرتله په افغانستان کي د ايران مداخله کمه ده .خو امريکايي چارواکي وايي داسې ښکاره ثبوتونه ترلاسه شوي کوم چې ښایي ايران د ناټو او امريکايي ځواکونو پر ضد طالبانو ته داسې راکټې ورکوي کوم چي په اوږده فاصله کي خپل هدف په نښه کولي شي ، يو امريکايي چارواکي وايي هغوي داسي وسله په ړومبي ځل په افغانستان کي ليدلي. مقاله ليکونکي د امريکايي چارواکو له خولې ليکي د ايران پولي سره نږدي په وافغانستان کي د امريکايي ځواکونو ځای پر ځای کولو سره د ايران انديښني زياتي شوي دي.

مقاله ليکونکي په اخره کي ليکي ايران غواړي چي په عراق کي له خپلو پوځونو څخه کار واخلي چي دا ډول بغداد په دې مجبوره کړي چي له تهران سره خپلو نږدو اړيکو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG