د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې چاڼیز عملیات ختم شو


دکونړ والي سيد فضل الله وحيدي
دکونړ والي سيد فضل الله وحيدي


بازمحمد عابد مشال ریډیو جلال اباد

دکونړ په وټه پور ولسوالۍ کې دافغان او نړيوالو ګډو ځواکونو چاڼیز یا د پلټنې عملیات ديوې اونۍ له دوام وروسته تیره ورځ پای ته رسيدلي دي.

نړيوال ځواکونه په سيمه کې يواځې دعملياتو دپاي ته رسيدو خبر ورکوي خو دمرګ ژوبلې په اړه له څه ويلو ډډه کوي.

خو دکونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي چې دعملياتو په پاي ته رسيدو سره تر سلو پورته وسلوال طالبان وژل شوي چې تر ديرشو پورې يي پاکستاني او عرب دي دی زیاتوي، د عملیاتو په نتیجه کې ۱۰۳ تنه د دولت مخالف وسله وال وژل شوي چې زیاتره په کې بهرنیان دي او په عین وخت کې زموږ د ملي اردو دوه تنه وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي. د بهرنیانو مقصد د مخالفینو بهرنیان دی چې ۳۸ تنه په کې پاکستاني او عربان طالبان دي.٬٬

نوموړى وايي دپيج او اسمار په لويو درو په نژدې راتلونکي کې دعملياتو پلان هم لري، موږ غواړو چې سږکال دغه دوه لارې هم د ولسي وګړو پر مخ خلاصې کړو چې یو هم د پیچ درې بل د اسمار درې سړک دی. په دغو لارو چې څوک مزاحمت پيښوي موږ به د هغوی په ضد عملیات وکړو او زموږ امنیتي ارګانونه تیار دي چې د دې لارو ساتنه هم وکړي. د عملیاتو نه مو مقصد دا دی چې د خلکو ستونزې راکمې کړو.

خو دطالبانو وياند دوی ته رسېدلې مرګ ژوبله نه مني ‎.

په دغه ولسوالۍ کې وروسته له هغې حالات نازکو مرحلو ته رسیدلي وو له کله نه چې د ماڼوګي او چپې درې ولسواليو بهرني ځواکونه وتلي دي
جګړه په وټه پوروالسوالۍ ورټوله شوې او هره ورځ په دې ولسوالۍ کې دنړيوالو ځواکونو په لوی مرکز دطالبانو له لوري دسپکو او درنو وسلو بريدونه کيږي.
XS
SM
MD
LG