د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوریا کې بیا مظاهرې شوې دي


دمشق: په سوریا کې په لکونه خلک د مظاهرې پر مهال. د ۲۰۱۱ز کال د جولای لومړۍ نېټه.
دمشق: په سوریا کې په لکونه خلک د مظاهرې پر مهال. د ۲۰۱۱ز کال د جولای لومړۍ نېټه.
ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو
رپورټ: د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګه

پراګ
- په سوریا کې قهرجن مظاهره چیان د ولسمشر بشارالاسد پر ضد ، په بېلا بېلو ځایونو کې یو ځل بیا راغونډ شوي دي.

مظاهره چیان له بشار الاسده د څوکۍ د پرېښودو غوښتنې کوي او د مظاهرې پر مهال یې د هېواد د ازادۍ نارې وهلې. د فعالینو له وینا سره سم، د جمعې تر لمونځ وروسته، ګرده نړۍ کې په زرګونو سوریایان، سړکونو او لارو، کوڅو ته راووتل.

د یوه اټکل ترمخې د مظاهره چیانو شمېر تر پینځه لکه پورې وو.

د سوریا یا د شام ځايي کمېټۍ، چې د مظاهرو څار کوي، د دې ویاند عمر ادلیبي وايي د هېواد په حما ښار کې تر ټولو لویه مظاهره شوې ده؛ په دې کې دوه لکه کسانو ګډون کړی دی.

عمر وايي، امنیتي سرتېرو، پر مظاهره چیانو اوښکې بهوونکی ګیس او ډزې کړې دي. دی وايي زیاتره سرتېري په ولسي جامو کې ول.

فعالین وايي، د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.

له پلازمېنې دمشقه هم د دوو کسانو د وژنې خبر راغلی دی.

هلته د سوریا دولتي ټیلي وېژن د مظاهره چیانو جلا تصویر ښيي. په ټیلي وېژن ښودل شوي چې د هېواد په ځېنو برخو کې خلکو، د سوریا بیرغونه اوچت کړي ول او د بشار الاسد په حق کې یې نارې وهلې.

د دې هېواد رژيم د مظاهرو تورونه پر وسله والو ډلو پورې کوي او دا له هېواده دباندې دسیسه یا چل بولي.

د شام پر حکومت نړیوال فشار هم زیات شوی دی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي، پر دې رژیم به تر هغې فشار اچوي چې بدلون نه وي راغلی: (( د سوریا حکومتي مشران دې ایا په جدي او سنجیده توګه د سیاسي عمل ازادي ورکړي چې ولس په سوله ییز ډول مظاهرې وکړي. حکومت دې باید له مدني ټولنې او د مخالفو ګوندونو له مشرانو سره ګټورې خبرې وکړي. او یا دې هم بیا، ورځ تر ورځې له زیاتېدونکي منظم مقاومت سره مخامخ شي.))

امریکا او اوروپايي ټولنې د شام پر ولسمشر او د دې رژیم پر لوړ پوړو چارواکو یو شمېر بندیزونه لګولي دي.

روسیه چې د سوریا له رژیم سره ښه اړیکي لري، د دې هېواد پر ضد له خپل پخواني سخت انتقاده پشا شوې؛ خو د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې یې د رژیم د غندلو د پرېکړه لیک مخالفت هم کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د خپل هېواد په پلازمېنې مسکو کې خبریالانو ته وویل: (( د شام مخالف ګوندونه دې د نه پخلا کېدلو دریځ پرېږدي او له دې خبرو دې هم په شا شي چې د حکومت لخوا ورکړل شوي وړاندیزونه ردوي. د خبرو اترو له لارې دې مسلې هوارې کړل شي.))

په سوریا کې له درو میاشتو راهیسې په مظاهرو کې ۱۳۰۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰۰۰ زیات نیول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG