د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران له پاکستان او افغانستان سره پوله تړي


ايران وايي د پاکستان او افغانستان سره به مشرقي پوله د مخدره موادو او وسله والو ډلو د ليږد د مخنيوي په خاطر په ۲۰۱۵ کال کې وتړي.

يوې ورځپاڼې، ارمان ، د يو ايراني جنرال له خولې ليکلي چې د پاکستان او افغانستان سره يې د پولې ۹۰ فيصده برخه تړلي ده او پاتې لس فيصده به په راتلونکو دريوو کلونو کې بنده کړي. بلې خوا ته د امريکا څخه خپريدونکې ورځپاڼې وال سټريټ جرنال د يوه امريکايي چارواکي، چې نوم یې نه دی اخستی، له خولې وايې چې ايران په افغانستان کې د ياغيانو له يوه محفوظه ځايه څخه پر امريکايې او اتحادي سرتيرو باندي د بريدونو د صلاحيت د ښه کولو لپاره طالبانو ته د اوږد واټڼ راکټونه او وسلې ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG