د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: ټرافیکي پېښې، ۱۷ وژل شوي، ژوبل


په کندهار کې ټرافيکي پېښو اوولس تنه وژلي او ژوبل کړي دي.


له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، لومړۍ ټرافيکې پېښه نن سهار، د کندهار او هرات پر لويه لار، ميوند ولسوالۍ ته څېرمه شوې ده؛ په دې کې درې کسان وژل شوي او درې نور ژوبل دي . وژل شوي دوه ماشومان او یوه ښځه ده. همداراز، نن ماسپښين د کندهار سپين بولدک پر لويه لاره د کندهار هوايي ډګر ته نېږدې هم په يوه ټرافيکي پېښه کې ۱۱ تنه ټپي شوي دي چې پکې د يو کس روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG