د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې ټرافیکي پېښې، ۱۷ وژل شوي او ژوبل


افغانستان: د کندهار ولایت نقشه. دا نقشه د ۲۰۱۱ز کال د جنورۍ په دیارلسمه جوړه کړل شوې ده.
افغانستان: د کندهار ولایت نقشه. دا نقشه د ۲۰۱۱ز کال د جنورۍ په دیارلسمه جوړه کړل شوې ده.
رپورټ: سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار - د افغانستان په کندهار کې ټرافيکي پېښو اوولس تنه وژلي او ژوبل کړي دي.


لومړۍ ټرافيکې پېښه نن سهار، د کندهار او هرات پر لويه لار، ميوند ولسوالۍ ته څېرمه شوې ده؛ په دې کې درې کسان وژل شوي او درې نور ژوبل دي .

وژل شوي دوه ماشومان او یوه ښځه ده.

د کندهار د ټرافيکو مدير سمونوال محمد الله خان مشال راډيو ته وويل چې په پېښه کې وژل شوي او ژوبل شوي کسان ټول مساپر دي چې کندهار او هرات ته روان ول: (( د ميوند ولسوالۍ ته نېږدې يوه ۳۰۳ ډوله موټر له کندهار څخه هرات روان وو، چې مخامخ ورسره يوې سراچې موټر ټکر کړى دى؛ درې تنه پکې مړه شوي او درې نور ژوبل دي . په مړو شويو کسانو کې دوه ماشومان او يوه مېرمن شامل دي.))

همداراز، نن ماسپښين د کندهار سپين بولدک پر لويه لاره د کندهار هوايي ډګر ته نېږدې هم په يوه ټرافيکي پېښه کې ۱۱ تنه ټپي شوي دي چې پکې د يو کس روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى .

د کندهار د ټرافيکو مدير محمد الله خان وايي چې دا مهال په پېښه کې ټول ژوبل شوي کسان د کندهار په هوايي ډګر کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو نظامي روغتون وړل شوي دي: (( د ارغسان پوله ته نږدې د دامان ولسوالۍ په سيمه کې يو ټرالر موټر له بولدک څخه کندهار ته روان وو چې هوايي ډګر ته څېرمه يې له يوې سراچې سره، ټکر کړى دى. وروسته بيا نور موټر هم پکې لګېدلي دي چې ټول پکې ۱۱ کسان ټپي شوي دي. چې پکې د يو تن روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښول شوى دى. ))

په افغانستان کې د سړکونو خراب حالت، د ډرېورانو بې احتیاطي او په دې هېواد کې د ښي لاس د سټییرنګ موټر د ټرافیکي پېښو لامل ګرځي. په افغانستان کې پر سړک ښي لاس ته موټر ځي چې د دې لپاره کیڼ لاسي سټییرنګ والا موټر په کار راځي.
XS
SM
MD
LG