د لاسرسي ځای

د زابل او کندهار چاودنې، ۱۷ وژل شوي


افغانستان: د زابل ولایت نقشه، دلته د ماین د چاودنې په پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي دي. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د جون په نولسمه جوړ شوی دی.

افغانستان: د زابل ولایت نقشه، دلته د ماین د چاودنې په پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي دي. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د جون په نولسمه جوړ شوی دی.

رپورټ: سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار- په زابل او کندهار کې چاودنو ۱۷ ولسي وګړي ووژل.

په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او دا د ماین چاودنې وې.

امنیتي چاوارکي وايي په زابل کې، نن سهار، د شملزو په ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې د ښخ کړل شوي بم چاودنه شوې ده چې د مساپرو یو موټر یې په نښه کړ.

په دې موټر کې له پاکستان څخه خپل هېواد ته را ستنېدونکي کډوال سپاره ول.

د زابل د والي مرستيال محمد جان رسول يار مشال راډيو ته وويل چې را ستنېدونکي کډوال، د غزني ولايت ناوې ولسوالۍ ته روان ول چې پر لاره پرې د ماين چاودنه شوې ده . د ده په خبره په دغه چاودنه کې ټول دريارلس تنه وژل شوي دي: (( چاودنه نن سهار اووه بجې د شلمزو ولسوالۍ په ځنځير سيمه کې، د افغان کډوالو پر يو موټر چې له پاکستان څخه را روان وو او د غزني ولايت ناوې ولسوالۍ ته تللو چې د دې پېښې ښکار شو؛ په دې کې ۱۳ کسان وژل شوي دي . په وژل شویو کې څلور ښځې او دوه ماشومان هم دي.))

بله ورته پېښه د کندهار ولایت په معرف سیمه کې مخې ته راغلې ده. دلته هم د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شویو بمونو دوه چاودنې شوې دي چې په کې څلور کسان وژل شوي.
افغانستان: د کندهار ولایت نقشه. دلته د ماین په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي. دا نقشه د ۲۰۱۱ز کال د جنورۍ په دیارلسمه جوړه شوې ده.

د کندهار د امنیې د قوماندان سېکرټر غورځنګ وايي: (( په معروف ولسوالۍ کې دوه تنه د شپې په نهه بجې په خره سپاره ول، چې د سړک تر غاړې يو ښخ شوى ماين پر چاودېدلې دى. بيا وروسته دوه تنه نور هم د دوى د پورته د کولو د پاره راغلي ول چې په هغو يو بل ماين پسې چاودېدلی، ټول څلور تنه وژل شوي چې عام وګړي دي.))

د يادوونې وړ ده چې وړمه ورځ هم د افغانستان په نيمروز ولايت کې د سړک تر غاړه د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودېدو له امله اتلس کسان وژل شوي او دېرش ټپي شوي ول.
XS
SM
MD
LG