د لاسرسي ځای

د سوېټزرلینډ دوه وګړي تښتول شوي


لورالايي: د بلوچستان د لورالايي د سیمې یو منظر. دې ځای سره نېږدې دوه سویس وګړي تښتول شوي دي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای لومړۍ نېټه

لورالايي: د بلوچستان د لورالايي د سیمې یو منظر. دې ځای سره نېږدې دوه سویس وګړي تښتول شوي دي. د ۲۰۱۱ز کال د جولای لومړۍ نېټه

رپورټ: نیاز موسا خېل، مشال راډیو

لورالايي- د بلوچستان له لورالايي (بوري) دوه سویس وګړي تښتول شوي دي.

په سیمه کې د امنیتي ادارې لیوي کارکوونکي وايي، دا پېښه د ژیړ کارېز په سیمه کې شوې ده.

د قانون عملي کوونکې ادارې کارکوونکي وايي: ((دوه سویس وګړي، چې یوه ښځه او یو سړی دی، تېر ماښام له غازي خان ډېرې، لورالايي ته راغلي ول. دوی خپل سفر ته ادامه ورکړه او د کوټې پر لور روان ول چې شا و خوا ۱۰ کېلو میټره لرې د دوی د ورکېدو خبر تر لاسه شو.))

په سیمه کې پولیس وايي، دا کسان یې په خیریت سره تر خپلې سیمې تېر کړل او د لیویز په سیمه کې یې لیویز ته وسپارل. د لیویز اهلکاران بیا وايي چې پولیسو هغه وخت ورته خبرتیا وکړه چې یاد کسان یې د دوی سیمې ته ور داخل کړل.

د لورالايي (دې سیمې ته اوسېدونکي بوری وايي) د لیویز کنټرول انچارج یا مشر محمد عالم په دې اړه مشال راډیو ته ویلي، د پولیس تر ناڅاپي خبرتیا وروسته چې دوی وررسېدل، نو سویس وګړي تښتول شوي ول.

دی وايي، دا مهال د کمشنر په ګډون، ټول لوړ پوړي چارواکې د پېښې ځای ته تللي دي او په پوره توجه او زیار یې پلټنې پیل کړې دي.

محمد عالم وايي د چا پر ضد تر اوسه رپورټ نه دی دایر کړل شوی.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا کار به چا کړی وي، او موخه به یې څه وي؟ محمد عالم وویل: (( یقیناً دا کسان اغوا کړل شوي دي. خو دا مهال یوه خبره به هم حتمي نه وي. ځکه چې موږ دومره په منډه یو چې د دې وګړو نومونه هم لا نه دي راته مالوم شوي.))

د بلوچستان دننه د قانون عملي کوونکو دوه ادارې کار کوي، یوه د پولیس اداره ده او یوه د لیوي. د بلوچستان سیمې په دوو برخو ویشل شوې دي، یوې ته اې ایریا وايي او یوې ته بي. په یوې سیمې کې پولیس وي او خپل حد، برید یې مالوم وي، په بلې هغې کې د لیوي سرتېري د قانون عملي کولو په موخه خپله دنده تر سروي.

په بلوچستان کې د تښتونې پېښې هم وخت په وخت کېږي.
XS
SM
MD
LG