د لاسرسي ځای

تازه خبر

هو جن تاو د چین پر کمیونسټ ګوند تنقید کړی


د چین ولسمشر هو جن تاو د واکمن کمیونسټ ګوند ځېنې غړو ته خبرداری ورکړی دی چې د دوی نا اهلیت د هېواد لپاره ستونزې زېږولی شي.

د پلازمېنې بيجنګ په ګریټ هال یا ستر تالار کې د کمیونسټ (پرګنوال) ګوند د نويیمې کالیزې پر مهال نوموړي وینا کړې ده. ده د ګوند پر غړو انتقاد کړی دی چې له ولس سره یې هر ډول اړیکي شلولي دي. نوموړي د انقلاب، پرمختګ او اصلاحاتو په اړه خپلې لاس ته راوړنې ستایلې دي. هو جن تاو زیاتوي چې ګوند ورځ تر ورځ له خرابو حالاتو سره مخامخېږي او که دا خراب حالات له منځه وېنوړل شول نو اداري فساد یا درغلي کېدای شي د ګوند مشروعیت له خطر سره مخامخ کړي. د کالیزې د لمانځنې په دې میاشت کې، د چین چارواکو د تېرو شلو کالونو پر مهال، په لومړي ځل په لوی کچ د مخالفینو پر ضد کارروایانې پیل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG