د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نیمروز کې د ماین چاودنه، ۱۸ وژل شوي


کابل: د کابل پر انټر کانټیننټل هوټل د وسله والو د برید پر مهال اور بل دی. تر دې پېښې وروسته نن په نیمروز کې د سړک تر غاړې د ماین په چاودنه کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي دي. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د جون د ۲۹ مې دی
کابل: د کابل پر انټر کانټیننټل هوټل د وسله والو د برید پر مهال اور بل دی. تر دې پېښې وروسته نن په نیمروز کې د سړک تر غاړې د ماین په چاودنه کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي دي. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د جون د ۲۹ مې دی
رپورټ: سید شاه سقیم، مشال راډیو


کندهار- د افغانستان په نیمروز ولایت کې د سړک غاړي بمي چاودنه شوې ده.

پولیس وايي په دې پېښه کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۳۰ کسان ټپي دي.

د نیمروز ولایت د پولیسو مشر عبدالجبار پوردلي مشال راډیو ته ویلي چې چاودنه د پنجشنبې په ماښام، شا و خوا اووه بجې د مساپرو پر یوه ګاډي شوې ده.

ننۍ پېښه د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې شوې ده.

دی وايي په ژوبلو شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو پوردلي وايي دا د وسله والو طالبانو کار دی.

پوردلي وايي په ژوبلو شویو کې د ۱۸ حالت د اندېښنې وړ دی. نوموړی زیاتوي، ۱۲ ټپیان یې د درملنې لپاره کابل ته استولي دي.

تېر کال هم په نیمروز کې د یوه ماین چاودنې په یوه موټر کې سپاره ۶۰ کسان وژلي ول.

د شه شنبې او چار شنبې ترمنځ د شپې پر مهال اورپکو د کابل پر انټر کانټیننټل هوټل برید کړی وو چې بیا وروسته تر شا و خوا پینځو ساعتونو نښته روانه وه.

په افغانستان کې د اوږد مهاله جګړې له کبله په ډېرو ځایونو کې ماینونه ښخ کړل شوي دي.

حکومت وايي اوس هم وسله والې ډلې، په بېلا بېلو ځایونو کې د سړک تر غاړې بمونه او ماینونه ښخوي.
XS
SM
MD
LG