د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جون میاشت په عراق ډېره خونړۍ وه


په عراق کې چارواکي وايي د جون په میاشت کې د تاوتریخوالي په پېښو کې چې څومره کسان وژل شوي، هغه په تېرو نهو میاشتو کې تر ټولو زیات دي.

د روغتیا او دفاعي چارو د وزارتونو لخوا د راغونډې شویو شمېرو تر مخې تېره میاشت په ټولیز یا مجموعي ډول ۲۷۰ کسان وژل شوي دي. په دې کې ۱۵۵ ولسي وګړي دي. په وژل شویو کې ۷۷ پولیسان او ۳۹ سرتېري شامل دي. د شمېرو ترمخې، تېره میاشت ۲۵ یاغیان وژل شوي او ۱۰۲ نیول شوي دي. رپورټ وايي، په جون کې ۱۴ امریکايي سرتېري وژل شوي دي چې دا په تېرو درو کالونو کې، په یوه میاشت کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو تر ټولو لوی شمېر دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG