د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيټرییس د سي آی اې د مشر په توګه منل شوی دی


د امریکا سینېټ، جنرال ډېوېډ پیټرییس د دې هېواد د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې د مشر په توګه منلی دی.

امریکايي ولسمشر باراک اوباما، جنرال پيټرییس د لیون پانیټا پر ځای د سي آی اې د مشر په توګه نومولی وو. پیټریاس تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر قوماندان وو. د ده پر ځای اوس جنرال جان الن په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مشر دی. همداراز، لیون پانیټا د امریکا د دفاعي چارو د وزیر په توګه خپله دنده پر مخ بیايي. نوموړی د رابرټ ګېټس پر ځای د دې وزارت مشر شو. رابرټ ګېټس تر خپلې دندې ریټایر شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG